په کابل کې د ازادو لوبغاړو او زندانيانو سيالۍ

د څرخي پله زندان
Image caption د څرخي پله زندان د افغانستان تر ټولو ستر زندان دى چې زرگونه کسان په کې د بېلابېلو تورونو او جرمونو له امله ساتل کېږي.

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د څرخې پله د زندانېانو او د ازادو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالي وشوه .

د سلگونو زندانيانو په وړاندې د څرخي پله د دويم بلاک د واليبال لوبغاړو، له ښاره د اولمپيک د کميټې د واليبال له ورغلې لوبډلې سره خپله لومړۍ لوبه مساوي پاى ته ورسوله.

د زندان چارواکي وايي ددغه ابتکار موخه يې زندانيانو ته لوبو د زمېنې برابرول ، د نيشه يي توکو له استعماله د هغوى خونديتوب او په زندان کې د مناسب سالم چاپيريال رامنځ ته کول دي .

که څه هم د ازادو لوبغاړو او زندانيانو ترمنځ دغه لوبه مساوي پاى ته ورسېده، خو زندانيان له دې امله هم خوښ و چې له خپلو پايوازانو پرته ىې په لسگونو لوبغاړي او چارواکي کتل چې له دوى سره د خبرو او لوبې لپاره ورغلي وو.

د زندان د لوبډلې هر توپ او شوټ به په ډير شور او زوږ سره د زنداني نندارچيانو لخوا د لاسونو په پړکا بدرگه کيده .

د څرخي پله ډېرى زندانيانو ددې لوبې په کتو د يو ډول ازادۍ احساس کاوه، خو په زندان کې يې د لوبو له لږو او يا هم هېڅ امکاناتو سرټکاوۀ. هغوى ويل چې د واليبال لوبې د يوه مناسب ډگر پرځاى په شگو کې کوي او دنورو لوبو لپاره هم اسانتياوې او ځاى نه لري.

د اولمپيک د ملي کميټې سکر تر جنرال جان علم حسني ژمنه وکړه چې تر خپلې وسې به بنديانو ته د لوبو لپاره اړين امکانات برابر کړي .

((زموږ چې څه په وس پوره وي هغه ټول وسايل او روزونکي به ورته برابر کړو، دارنگه به په دې هم ځان پو ه کړو چې په زندان کې څومر ه کسان په کومو برخو کې سپورت کوي.))

دزندانيانو او ازادو لوبغاړو ترمنځ د واليبال د سيالۍ د تر سره کولواصلي موخه د بنديانو د نهيلۍ د احساس له منځه وړل او هغوى ته د ټولنې د يوه عادي وگړي حس ورکول ښول شوي .

د زندان مشرجنرال عبدالباقي بهسودي وويل هڅه کوي په زندان کې لوبې عامې کړي او زندانيانو ته دروغتيا او بوختيا له اړخه سالم چاپيريال برابر کړي .

(( يوازې په دويم بلاک کې له يو نيم زر ډير بنديان دي چې تر ٥ سوو زيات يې لوبې او لوست کوي . په هر بلا ک کې نژدې همدومره کسان په لوبو بوخت دي خو هيڅ امکانات ورته نشته ، زه هڅه کوم يوڅه ورته برابر کړم .))

ښاغلى بهسودي زياتوي چې په زندان کې د لوبو له پراختيا سره د زندانيانو په منځ کې د نشه يې توکو د کارونې کچه هم ټيټه شوې ده.

(( زه چې راغلم په زندان کې تر ٣ سوو ډيرو کسانو نشه يي توکي کارول . موږ دوى لوبو ته وهڅول او اوس کيدى شي له شلو تر ديرشو کسان نشه يي توکي وکاروي. پاتې نور مو ترې وژغورل او اوس هغوى سالم کسان دي او ښه لوبغاړي ترې جوړ شوي دي.))

ښاغلي بهسودي چې په ډيره ازاده فضا کې له خبريالانو او د اولمپيک له چارواکو سره په گډه د دويم بلاک له زندانيانو سره خبرې کولې ژمنه وکړه چې بنديانو ته به نوره ازادي او د ورځني ژوند نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.

ورته مطالب