د کندهار د ښې حکومت والۍ په اړه کنفرانس جوړېږي

کندهار ښار
Image caption افغان او ناټو ځواکونه داسې مهال د کندهار د عملياتو د پيلېدا په اړه د خلکو د باور د خپلولو په اړه خبرې کوي چې د افغانستان چارواکو له طالبانو سره د جوړجاړي په خبرو هم زور راوړى.

د شمالي اتلانتيک تړون ناټو نن په کابل کې اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کې يو کنفرانس جوړ شي.

داسې ويل کيږي چې دغه کنفرانس د ولسي وگړو او حکومتي چارواکو ترمنځ د اړيکو د ټينگښت او دغلته د ښې حکومتوالۍ په موخه جوړېږي.

دغه کنفرانس د افغان ولسمشر حامد کرزي په فرمان او د ناټو ځواکونو په همکارۍ جوړيږي، د دغه کنفرانس د حوړيدو خبره کندهار ته د ښاغلي کرزي تر سفر وروسته راپورته کيږي .

د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کې د دغه کنفرانس خبره داسې مهال کيږي چې دغلته له شاوخوا څو اوونيو راهيسته افغان او ناټو ځواکونه د همکارۍ په نامه په يو لړ عملياتو بوخت دي.

دغه عمليات چې تر ډېره ناپوځي دي، په مټ يې د بيارغونې او ځينې نورې اقتصادي پروژې ترسره کيږي.

ناټو ځواکونه وايي تر پوځي عملياتو وړاندې چې تر دې مهاله يې کره نېټه نه ده روښانه شوې دوى غواړي د دغه ولايت د اوسېدونکو زړونه او ذهنونه خپل کړي.

تېره اوونۍ هم ولسمشر حامد کرزى په يو ناڅاپي سفر کندهار ته ورغى او هلته يې د سيمه ييزو قامي مشرانو سره ژبه وکړه نر هغې پورې چې پر پوځي عملياتو د کندهار د خلکو سلا نه وي شوي نو دغلته به پوځي عمليات نه پيليږي .

خو دغه کنفرانس چې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې په کندهار کې پيل شي موخه يې د دغه ولايت د اوسيدونکو د زړونو او ذهنونو خپلول ښودل شوي .

په افغانستان کې د ناټو د ملکي برخې وياند کريس چمبرز يوې خبرې ناستې ته وويل دغه کنفرانس د ولسمشر کرزي په فرمان د افغان حکومت له خوا او د ناټو په همکارۍ جوړېږي او په خبره يې موخه يې د افغان حکومت او خلکو يو ځاى کېدل دي:

'' غواړم د ناټو او ايساف په استازيتوب چې په دې برخه کې له افغان خکومت سره همکاري کوي خپل پيغام تاسو ته ورسوم، دغه فرمان چې د ولسمشر کرزي په نوښت صادر شوى د پرمختگ لپاره ښه زمينه برابرولى شي، د سيمه ييزو ارگانونو اداره د کندهارد کنفرانس همغږې کوونکي ده.

Image caption د ښاغلي مکرېسټل ټينگار دا و چې دغه عمليات به ځکه ه ځنډ پيلېږي چې په وينا يې د خلکو ملاتړ يې په اړه زيات شي.

له کندهار سره همکاري کول له اورپکو سره د جگړې مانا نه لري، تر ډيره دغه چاره د دولت او خلکو د يو ځاى کولو ، ښې حکومت والۍ، اقتصادي پرمختگونو او په کندهار کې د خلکو لپاره د امنيت د ټينگښت په مانا ده. ''

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنران ستېنلي مکرېسټل چې تېره اوونۍ له ولسمشر کرزي سره کندهار ته ورغلى و ويلي وو، چې په کندهار کې د پوځي عملياتو لپاره لا هم وخت ته اړتيا لري.

د ښاغلي مکرېسټل ټينگار دا و چې دغه عمليات به ځکه ه ځنډ پيلېږي چې په وينا يې د خلکو ملاتړ يې په اړه زيات شي.

افغان او ناټو ځواکونه داسې مهال د کندهار د عملياتو د پيلېدا په اړه د خلکو د باور د خپلولو په اړه خبرې کوي چې د افغانستان چارواکو له طالبانو سره د جوړجاړي په خبرو هم زور راوړى.

ورته مطالب