کرزي له جاپان نه په طبعي زېرمو کې د پانګونې غوښتنه وکړه

حامد کرزی
Image caption ولسمشر حامد کرزي ژمنه وکړه چې د جاپان مرستې به داسې لگول کېږي چې خلکو او د افغانستان ثبات ته ېې گټه ورسېږي.

په افغانستان کې د طبعي زېرمو د پانګونې له امله د شاوخوا درو تريليون ډالرو خبرې کېږي، چې دغه شمېره د امریکا د يوې فضايي ادارې د ارزونې پرتله درې برابره لوړه ښيي.

ولسمشر کرزی چې همدا اوس د جاپان په سفر بوخت، له دغه هېواده يې غوښتي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

که څه هم ولسمشر کرزی د طبعي زېرمو په برخه کې د نړيوال د بډايه هېوادونو ترمنځ د سختې سيالۍ اټکل کوي، خو وايي د کانونو په رایستلو کې باید له اخلاقي پلوه هغو هېوادونو ته لومړيتوب ورکړل شي، چې له افغانستان سره يې ډېرې مرستې کړې.

کرزي ويلي د نړۍ له هېوادونو يې هيله ښوولې چې حکومت به يې د نړۍ د هېوادونو او افغانانو ترمنځ د افغاني طبعي زېرمو په برخه کې سيالۍ تنظیم کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په ځانګړې توګه له جاپانه غوښتي چې د کانونو رایستلو په برخه کې مرسته وکړي.

د ولسمشرۍ د دفتر يوه ویاند سيامک هروي بي بي سي ته وويل د کانونو د رایستلو په برخه کې حکومت هغو هېوادونو ته لومړيتوب ورکوي، چې په وينا يې له افغانستان سره يې پراخې مرستې کړې وي:

''موږ د کانونو په رایستلو کې هغو هېوادونو ته لومړيتوب ورکوو، چې له افغانانو سره په ريښتينې توګه ولاړ وو. له افغانستان سره يې په تېرو کلونو کې په ريښتینې توګه مرسته کړې. که زموږ کانونه د نړۍ بډایه هېوادونو ته وسپارل شي، نو موږ به ډاډمن شو.''

افغان چارواکي وايي دغه هېواد د مسو، سرو زور، سکرو نفتي موادو، قيمتي ډبرو او کم موندونکو اوسپنو ستر کانونه لري، چې د دوی په وینا ارزښت يې له اټکل شوې شمېرې لوړ دی.

په افغانستان کې د دغو طبعي زېرمو د رایستلو پر وړاندې يوه لویه ننګونه ناامني ګڼل کېږي.

خو افغان حکومت وايي که چېرې پانګوال د کانونو رایستلو ته زړه ښه کړي، حکومت به يې امنیت ونیسي.

جاپان تر امريکا وروسته دویم هېواد دې چې په تېرو لسو کلونو کې يې له افغانستان سره نژدې زر ميليون ډالره مرسته کړې ده.

دغه هېواد تېر کال ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۱۳ کال پورې به افغانستان ته پنځه میليارد ډالره مرسته ورکوي.

تېره ورځ د جاپان لومړي وزير ناتو کان ولسمشر کرزي ته په ټوکيو کې د خبرو پر مهال دا ډاډ ورکړی دی ، خو په دغه هېواد کې یې د اداري فساد په اړه اندېښنه وښوده.

Image caption ولسمشر حامد کرزي ژمنه وکړه چې د جاپان مرستې به داسې لگول کېږي چې خلکو او د افغانستان ثبات ته ېې گټه ورسېږي.

لومړي وزير ښاغلي ناتو وويل دوى غواړي چې مرسته کړې پيسې يې په اغېزناک ډول ولگول شي.

په کتنې کې ولسمشر حامد کرزي ژمنه وکړه چې د جاپان مرستې به داسې لگول کېږي چې خلکو او د افغانستان ثبات ته ېې گټه ورسېږي.

دغه هېواد تېر کال ژمنه وکړه چې تر 2013 کاله پورې به افغانستان ته پېنځه مليارده ډالره مرسته ورکوي .

د معلوماتو پر بنسټ د جاپان له لوري د ژمنه شويو پنځو ملياردو ډالرو له ډلې تر دې مهاله نهه سوه اتيا مييونه ډالر افغانستان ته ورکړل شوي دي .

افغان چارواکي وايي دوی به د کانونو په برخه کې د پانګې د راماتولو په موخه روانه اوونۍ په برتانیا کې د افغانستان د طبعي زېرمو په اړه څه د پاسه ۲۰۰ نړیوالو پانګوالو ته مالومات ورکړي.

ورته مطالب