م.م: د افغانستان امنيتي حالت ښه شوى نه دى

چاودنه
Image caption په رپوټ کې راغلي په تېرو څلور مياشتو کې هره اوونۍ درې ځانمرګي بريدونه شوي، چې نيمايي يې په نارامه سويلي ولایتونو کې ول .

ملگري ملتونه وايي د افغانستان امنيتي حالت ښه شوى نه دى او د سړکغاړې بمي چاودنو کچه په سږکال په لومړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال د همدې پړاو په پرتله په سلو کې ٩٤ ختلې ده.

دا موندنې امنيت شورا ته د ملگرو ملتو د سرمنشي بان کي مون په څلور مياشتني رپوټ کې وړاندې شوي دي.

ملگرو ملتونو د افغانستان په امنيتي حالت کې بدلون يو هېښوونکى بهير بللى چې تاوتريخوالى په کې سږکال په بېساري ډول ډېر شوى دى. د سړکغاړي بمي چاودنې د ٢٠١٠ په لومړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال په پرتله په سلو کې ٩٤ ډېرې شوې دي.

په منځني ډول اوس هره اوونۍ درې ځانمرگى بريدونه کېږي چې نيمايي يې د جنوب پر کړکېچنو سيمو وي.

له دې سره جوخت بريدونه تر پخوا ډېر پېچلې شوي هم دي او دا د ملگرو ملتو په وينا د ياغيانو او القاعدې تر منځ دتړاو نښه ده.

د هلمند په مارجه کې د ناټو وروستيو عملياتو د دغه رپوټ په ليکنه تر څه ځايه د بريدونو په دې پراخېدا کې ونډه درلودلې ده.

طالبان دغه راز په ډېرېدونکي ډول د افغان چارواکو په وژلو کې هم برلاسي شوي دي.

وژنې په سلو کې ٤٥ پورته تللي چې په قربانيانو کې يې د طالبانو د مخکني مرکز- کندهار ملايان، حکومتي کارکوونکي او قومي مشران راځي.

ددغه ښار مرستيال ښاروال او د کرنې رييس دواړه په همدغه ډول بريدونو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب