ايټالیا هرات ته د مرمر ډبرو پرمختللي ماشينونه ورکوي

له مرمر ډبرې جوړ اس

اوس مهال په هرات ولایت کې د مرمر ډبرو د رابرسېره کولو چارې د خصوصي څانګو لخوا په درو سیمو کې ترسره کيږي.

په افغانستان کې د ایټالیا سفارت وایي ډېر ژر به په هرات کې د مرمر ډبرو د پروسس په موخه پرمختللي او مدرن ماشینونه دې ولایت ته ولېږدوي.

ایټالیا په دې برخه کې ۵۰ ميلیونه ډالره پانګونه کړې او سیمه ییز چارواکي وایي د دې پروژې په پیل سره به په سیمه کې د اقتصادي انکشاف لپاره پراخه زمینه برابره شي.

هرات د افغانستان په لویدیځ کې هغه ولایت دی چې څو ډوله او په ځانګړې توګه د مرمر سپینو ډبرو شتمن کانونه لري.

چارواکي وایي اوس د مرمر هر ډول ډبرې، په ځانګړې تګه سپینې ډبرې په نړیوالو بازارونو کې تود بازار لري.

ایټالیا یو له هغو هېوادو نه دی چې په دې وروستیو کې یې په هرات کې چې د سپینو مرمر ډبرو شتمن معادن لري د مرمر ډبرو د رابرسیره کولو او پروسس په برخه کې له افغانستان دولت سره د همکارۍ ژمنه کړې.

په کابل کی د ایټالیا سفیر کلادیو ګلانتزر وایي د راتلونکي زیږدیز کال په راتلونکې میاشت کی به د مرمر ډبرو د پری کولو او پروسس پرمختللی ماشینونه د ایتالیی نه د افغانستان هرات ولایت ته راولیږدوی.

هرات د مرمر ډیرې ښایسته ډبرې لري په ځانګړې توګه د مرمر سپینې ډبرې.

د دی ډبرو د پروسس پروژه به د روان کال د جولای په میاشت کې پیل شی په دې ډګر کې به د ایتالیا ماشینونه کارول کیږي. د دې لپاره چې د هرات د مرمر ډبرې د دې هیواد نه بهر صادرېدو ته چمتو شي.

د ایتالیا سفیر داراز وایي چې د ورته پروژو په ترسره کېدو سره به په سیمه کې ګڼ شمېر بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دا هغه څه دي چې په خبره یې د اقتصادي انکشاف او دا راز د امنیتي وضعیت د لاښه کېدو په برخه کې مرسته کولی شي.

سیمه ییز چارواکي په سیمه کې د مرمر ډبرو د پروسس په برخه کې د افغانستان د دولت سره د ایتالیا د همکارۍ ستاینه کوي .

په هرات کې د صنعتګرانو د ټولنې مرستیال توریالی غوثي وایي ایتالیې یوازې د مرمر ډبرو په برخه کې څه د پاسه ۵۰ ميلیون ډالره پانګونه کړې ده :

''تېر کال چې موږ ایتالیا ته تللي وو او د دغه هیواد چارواکو سره مو خبرې وکړې دوی په افغانستان او په ځانګړې توګه په هرات کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده، ایټالیا د اوسپنې د معادنو د رابرسیره کولو په برخه کې 70 ميلیونه ډالره او د مرمر ډبرو په برخه کې ۵۲ ميلیونه ډالره پانګونه کړې ده.''

له مرمر ډبرې جوړ اس

په تېرو دوو کلونو کې د مرمر ډبرو دوه نړیواله کنفرانسونه د یوشمیر بهرنیو پانګه والو په ګډون په افغانستان کې جوړ شوي.

اوس مهال په هرات ولایت کې د مرمر ډبرو د رابرسېره کولو چارې د خصوصي څانګو لخوا په درو سیمو کې ترسره کيږي.

په هرات کې د مینرالي توکو د پروسس د څانګې مشر انجنیر حبیب الله ملک زاده وایي که پرمختللي ماشینو موجود وي نو په زیاته کچه او ښه کیفیت به د مرمر ډبرو د رابرسیره کولو چاره ترسره شي:

'' تاسې پوهیږﺉ چې د کانو د رابرسېره کولو چارې څومره چې مدرنیزه کیږي هومره یې د منځپانګې بازار ښه او تودیږي له نېکه مرغه موږ د مرمر شتمن معادن لرو زه فکر کوم چې که پوره سروې ترسره شي، نو دا به څرګنده شي چې دلته څو ډوله د مرمر ډبرې شته.''

په تېرو دوو کلونو کې د مرمر ډبرو دوه نړیواله کنفرانسونه د یوشمیر بهرنیو پانګه والو په ګډون په افغانستان کې جوړ شوي.

د دې کنفرانسونو موخه دا وه چې په افغانستان کې د مرمر ډبرو د کانو د رابرسیره کولو لارې چارې او پر وړاندې یې شته خنډونه وارزوي.

تمه کېږي د امنیتي وضعیت په ښه کېدو او دې هیواد ته د پرمختللو ماشینونو په راوړو سره د دې زمینه برابره شي چې په افغانستان کې د مختلفو معادنو منځپانګه رابرسېره شي ځکه دا هغه څه دي چې د افغانستان په اقتصادي حالت کې د پام وړ بدلون راوستلی شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .