هلمند:چاودنې پنځه کسه ووژل

آیساف سرتیری
Image caption دا په تیرو دوو میاشتو کې لومړنۍ چاودنه ده.

د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې دوه چاودنو نژدې شل کسه عام وګړي ټپيان کړل او يو ماشوم يې وواژه.

چارواکي وايي: چاودنې د ريموټ کنټرول په مټ تر سره شوي ده.

د پیښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې ویناپانې په خپرولو ویلي چې تیره شپه د ختیځ ولایت ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د ریګي پر کلي راکټي برید شوی چې د وینا پانې د معلوماتو له مخې په پیښه کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي او یوه ښځه او دري سړي ټپیان شوي دي.

بلخوا دافغانستان په شمال ختيځ د بدخشان ولایت د اردوج په ولسوالى کې د سړک غاړې يوه ماين په چاودنه کې لږ تر لږه د سوله ساتو ځواکونوڅلور سر تيري ټپيان شوي دي . سوله ساتي ځواکونه په پیښه کې د خپل يوه گاډي د ويجاړيدو او څلور نورو کسانو ټپي کيدل مني، خو وسله وال طالبان وايي بريد دوى تر سره کړى چې په وينا يې نړيوالو سر تيرو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.

دا پر نړيوالو ځواکونو په دغه ارامه سيمه کې لومړى بريد دى چې وسله وال طالبان يې د تر سره کيدو پړه اخلي.

تیره ورځ د ملګرو ملتونو یوه رپوټ کې راغلي و چې د افغانستان امنيتي حالت ښه شوى نه دى او د سړکغاړې بمي چاودنو کچه په سږکال په لومړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال د همدې پړاو په پرتله په سلو کې ٩٤ ختلې ده.

ورته مطالب