ارزونه: نژدې يو ميليون افغانان په نشو روږدي دي

په نشه يي توکو روږدی يو افغان
Image caption په سروې کې په نشوو روږديو هغوو کسانو ته کتنه شوې چې بيړنۍ او خاصې درملنې ته اړتيا لري.

د ملگرو ملتونو او افغان حکومت يوه گډه او تازه ارزونه ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا يوه ميليون وگړي په نشه يي توکو روږدي دي.

له نشه يي توکو سره د ملگرو ملتونو د مبارزې څانگه وايي د دغو کسانو شمېر چې عمرونه يې د ١٥ او ٦٤ کلونو ترمنځ دي، د تېرو ٥ کلونو په پرتله نژدې نيمايي لوړ ختلى دى.

په ارزونه کې نشه يي موادو ته اسانه لاسرسى، د هغوى ټيټه بيه او معتادينو ته د روغتيايي مرکزونو نشتوالى د دغه شمېرې د زياتوالي مهم لاملونه بلل شوي.

افغان حکومت د دغې پراخې ستونزې د مخنيوي په برخه کې له نړيوالو د مرستې غوښتنه وکړه او وايي چې دغه ستونزه به د کابل په کنفرانس کې هم ياده کړي.

د ملگرو ملتونو او افغان حکومت چارواکو نن په کابل کې د خپلې دغې ارزونې په اړه خبريالانو ته جزيات ورکړل.

د ملگرو ملتونو او د نشه يي توکو ضد افغان وزارت پرمټ دغه تازه ارزونه د هيواد په ٢١ ولايتونوکې ترسره شوې او ٥ زره افغانان په کې پوښتل شوې چې له نيمايي ډير يې په نشوو روږدي ښوول کېږي.

ملگري ملتونه وايي د ترياکو او هېروينو په استعمال دروږديو افغانانو شمېر ١ مېليونو ته رسېږي چې عمرونه يې هم د ١٥ او ٦٤ کلونو ترمنځ اټکل شوي دي.

د ملگرو ملتونو په وينا د ٢٠٥ کال په پرتله د ترياکو د استعمالوونکو شمېر له ١٥٠ زرو نه ٢٣٠ زرو ته،او د هيروينو د معتادينو هغه به بيا له ٥٠ زرو نه ١٢٠ زرو ته لوړ شوى چې، په کې شاوخوا ٥٠ فيصده زياتوالى راغلى ده.

د رپورټ يوې چمتوو کوونکې سارا والر چې په کابل کې د خپلې ارزونې په اړه خبريالانو ته غږيدله،وويل په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي:

''د افغانستان د ٢٠٠٩ کال د نشه يي توکو د ارزونې موخه دا وه،چې په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېرې تنه کتنه وشي. په سروې کې په نشوو روږديو هغوو کسانو ته کتنه شوې چې بيړنۍ او خاصې درملنې ته اړتيا لري.

په نظر پوښتنه کې مو دا هم وموندل چې د هېواد په شمال او جنوب کې په نشوو روږدو د پنځوس فيصده ميندو او پلرونو،د شمېر برابر ماشومان هم په نشو اخته شوي دي.''

آغلې سارا وويل دا هغه کسان دي چې په سملاسي ډول درمنلې ته اړتيا لري، او په خبره يې هغه چې چرس،د دردو ضد او اعصابو د ارامو درمل استعمالوي تر يادو شوو هغوو ډير دي.

Image caption ملگرو ملتونو ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره به د دغې ستونزې په له منځه وړلو کې مرستې کوي،

په ارزونه کې يو شمېر پوليس او افغان سرتيري هم په ترياکو او هېرينو روږدي ياد شوي او په دې اړه انديښنه هم ښوول شوې خو،د هغوو دقيق شمېر ښوول شوى نه دى.

افغان حکومت د دغې ارزونې پر موندنو خواشينې وښووله او يې وويل اوس دوى پر يوې تگلارې کار کوي چې پر مټ به يې د دغې ستونزې غم وخوړل شي.

د نشه يي توکو ضد مرستيال وزير ابراهيم ازهر وويل دوى به دغه موضوع د کابل په کنفرانس کې د نړيوالو مخې ته کېږدي، خو ښاغلي ازهر ټينگار وکړ چې د نړيوالو له مرستو پرته دوى د دغې ستونزې پر وړاندې مبارزه نشي کولى.

په هېواد کې روان تاوتريخوالى ،نشيي موادو ته اسانه لاسرسى،د هغوى ټيټه بيه او معتادانو ته د روغتونونو او صحي مرکزونو نشتوالى، د اروزنې له مخې په ترياکو او هېروينو د يوه ميليون افغانانو د روږديدو اصلي علتونه دي.

ملگرو ملتونو ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره به د دغې ستونزې په له منځه وړلو کې مرستې کوي،خو په دې اړه د دغه سازمان د استازو سپارښتنې دا وې چې بايد د هېواد په کچه، معتادانو ته پرمختللي روغتونه او مرکزونه جوړشي او دا چې د دوى د ضرورنو په اړه عامه پوهاوي کچه لوړ شي.

ورته مطالب