ولسي جرګې خپله کاري دوره وغځوله

ولسي جرګه
Image caption د اساسي قانون له مخې ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسي جرگې ټاکنې د سرطان/چنګاښ په لومړۍ نېټه تر سره شي

د افغانستان ولسي جرگې خپله کاري دوره د نوې ولسي جرگې د غړو تر پېژندلو پورې وغځوله.

د ولسي جرگې مشر يونس قانوني وايي دغه پريکړه يې د اساسي قانون د ٨٣ مادې پربنسټ کړې ده.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د غبرگولي له ١٥ نيټې وروسته د ملي شورا د دواړوجرگو يوه نيمه مياشتنۍ دوبنۍ رخصتي پيليږي چې مشرانو جرگه څه دپاسه دوه اونۍ وړاندې په رخصتۍ تللې ده.

له بل پلوه د ولسي جرگې ټاکنو لپاره د کانديدانو رسمي کمپاين ته ايله دوه ورځې وخت پاتې دى چې دغو ټاکنو ته د ولسي جرگې گڼ شمير اوسنيو وکيلانو هم ځانونه نومولي دي.

د ا فغانستان د ولسي جرگې غړي ټينگار لري چې د جرگې د راتلونکو ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلانيدو پورې دوى کولاى شي چې خپل کار ته دوام ورکړي او د خپلې دوبنۍ رخصتۍ دوره وځنډوي.

د جرگې غړي د اساسي قانون ٨٣ مادې ته گوته نيسي چې پکې راغلي د ولسي جرگې د کار دوره د پنځم کال د چنگاښ په لومړۍ نيټه د انتخاباتو د نتيجو د اعلان وروسته پاى ته رسيږي او نوې شورا به خپله کاري دوره پيلوي.

د ولسي جرگې مشر يونس قانوني د جرگې غړو ته د اساسي قانون د همدې مادې پر بنسټ ډاډ ورکړ چې دوى کولاى شي خپل کار ته له کوم ځنډ پرته دوام ورکړي:

''په ډاډ سره تا سو ته غواړم ووايم چې د ملي شورا د کار دوام او په ځانگړې توگه ولسي جرگه، د روان کال د ولسي جرگې د ټاکنو وروستيو پايلو تر اعلانيدو پورې مشروعيت لري. په دې اړه بل هيڅ شک او ترديد نشته چې زموږ په ذهن کې پوښتنې را پيدا کړي. د اساسي قانون ٨٣ ماده په دې اړه ډير روښانه دى. ''

ښاغلى قانوني زياتوي که څه هم حکومت د اساسي قانون پربنسټ پر خپل وخت د ټاکنو په ترسره کولو کې پاتې راغلى خو منطقي پايله يې داده چې د ولسي جرگې کار دې د راتلونکو ټاکنو د پايلو تر اعلانيدو پورې دوام وکړي.

خو دا چې د افغانستان ولسي جرگه به په دغه موده کې کومو مهمو موضوگانو ته په خپلو غونډو کې ځاى ورکوي؟

د ولسي جرگې مشر وايي ولسمشر کرزي ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د کابينې پاتې وزيران د تاييد رايو د اخيستو په موخه دوى ته ورپيژني:

Image caption د ولسي جرگې را روانو ټاکنو د اوسنۍ جرگې گڼ شمير وکيلانو هم ځانونه نومولي دي.

''نن سهار د ولسمشر خبره دا وه چې د چهارشنبې په ورځ د کابینې پاتې وزیران تاسو ته وپېژني ، تر چهارشنبې باید انتظار وباسو که پاتې کابینه معرفي شوه دغه پروسه سرته رسوو خو که چېرې معرفي نشول، نو موږ به بیا د کار د دوام و او نه دوام په اړه پرېکړه کوو.''

د اساسي قانون له مخې ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسي جرگې ټاکنې د سرطان/چنګاښ په لومړۍ نېټه تر سره شي خو د ځينو تخنيکي او امنيتي ستونزو له امله دغه نيټه نژدې دوه مياشتې وځنډېدله.

د ټاکنو کميسيون د چارواکو په وينا د ولسي جرگې ټاکنې به د روان لمريز کال د سنبلې د مياشتې په ٢٧ نيټه تر سره شي.

د افغانستان ولسي جرگې خپله کاري دوره په داسې مهال شاوخوا يوه مياشت نوره هم وغزوله چې د راروانو ټاکنو لپاره د کانديدانو رسمي کمپاين ته ايله دوه ورځې پاتې دي.

د ولسي جرگې را روانو ټاکنو د اوسنۍ جرگې گڼ شمير وکيلانو هم ځانونه نومولي دي.

ورته مطالب