برتانیا: افغانستان کې مو ۳۰۰ پوځيان وژل شوي

برتانوي پوځيان
Image caption د برتانیا ۳۰۰ م سرتېری په سنګین ولسوالۍ کې د ژورو ټپونو له امله په برمنګهام روغتون کې ومړ.

د برتانیا دفاع وزارت ويلي چې د طالبانو د غورځنګ تر راپرځېدا وروسته له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا افغانستان کې د وژل شوو برتانوي سرتېرو شمېر ۳۰۰ ته ورسېد.

د برتانیا ۳۰۰ م سرتېری نن 'دوشنبه، د جون ۲۱مه' د افغانستان په جنوب کې د ټپونو له امله ومړ.

دفاع وزارت په يوه ويناپاڼه کې ويلي " دفاع وزارت د افغانستان سوېلي هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې د ۴۰ شاهي سمندري ځواکونو د يوه سرتېري په وژل کېدو سخت خواشینی دی. "

ويناپاڼه زياتوي، د جولای پر ۱۲مه د هلمند په سنګين کې يو برتانوی پوځي د برتانیا په برمنګهام روغتون کې د سختو ټپونو له امله ومړ.

د برتانیا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون ویلي " دا ډېره غمجنه شېبه ده. "

Image caption د برتانیا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون ویلي " دا ډېره غمجنه شېبه ده. "

ده له برتانویانو د وسله والو پرضد د لازياتې قربانۍ غوښتنه وکړه.

کاميرون ومنله چې ګڼ برتانویان دا پوښتنه لري، چې موږ ولې په افغانستان کې يو، : " موږ د خپل هېواد د امنیت په ټينګښت کې ډېرو قربانیو ته تیار یو، او دا چې په نړۍ کې امنیت راشي، زه پوهېږم چې په دې اړه زموږ هېوادوال ګڼې پوښتنې لري، چې موږ ولې افغانستان ته خپل ځواکونه لېږلي. "

لومړي وزير ټينګار وکړ، چې" افغانستان ته شاوخوا ۹۵۰۰ برتانوي پوځيان د برتانیا د امنیت د خوندي کولو لپاره تللي دي. "

کاميرون وړاندې ويلي وو چې برانویان باید په راتلونکي اوړي کې سختو قربانيو او تلفاتو ته ځانون چمتو کړي.

نوموړي روان کال د جګړې له پلوه ډېر مهم بللی و.

Image caption دا مهال برتانیا په افغانستان کې ۹۵۰۰ سرتېري لري.

ده پارلمان ته په وينا کې وویل چې په افغانستان کې نړيوال ځواکونه باید د خپل پرمختګ لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.

د الوتکې لوېدل

دا په داسې حال کې ده چې نن دوشنبه د کندهار او اروزګان ترمنځ په شاوليکوټ کې د نړيوالو ځواکونو یوه الوتکه راولوېده، چې درې استراليايي او يو برتانوی سرتېری پکې ووژل شول.

په الوتکه کې اووه استراليايي پوځيان ټپيان شوي هم دي.

بل خوا ایساف د افغانستان په جنوب کې د سړک غاړې په دوه جلا چاودنو کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی، خو هویت نه دی ښودلی.

ورته مطالب