کميسيون: د کانديدانو وروستى لېست اعلان شو

د کميسيون رييس فضل احمد معنوي
Image caption د کميسيون رييس فضل احمد معنوي وويل له نوملړه یې د ۱۳ کسانو له ډلې ۸ تنه د نن (سه شنبې) ورځې تر پايه وخت ورکړی، چې له خپل ځانه دفاع وکړي، که نه د چهار شنبې په ورځ له يې نومونه له نهايي لېسته وایستل شي.

د افغانستان د ولسي جرگې د ټاکنو د کانديدانو وروستى لېست اعلان شو.

د ټاکنو خپلواک کميسیون يوې خبري غونډې ته وويل چې په دغه لېست کې ۲۵۷۷ تنه دي، چې ۲۱ يې د بېلابېلو دلایلو له امله ایستل شوي دي.

د کميسيون رييس فضل احمد معنوي وويل له نوملړه یې د ۱۳ کسانو له ډلې ۸ ته د نن (سه شنبې) ورځې تر پايه وخت ورکړی، چې له خپل ځانه دفاع وکړي، که نه د چهار شنبې په ورځ له يې نومونه له نهايي لېسته وایستل شي.

پر ۱۳ کسانو له ناقانونه وسله والو ډلو سره د تړاو تورونه دي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر وويل چې انتخاباتي کمپاينونه د روانې سرطان/چنګاښ مياشتې تر ۲۵مې نېټې پورې دوام لري.

په دغو ۲۵۷۷ کسانو کې ۴۰۰ ښځې دي.

مخکني مالومات

د ولسي جرگې د کانديدانو وروستى لېست د هغوى د نومونو د ليکنې او شکايتونو له څه باندې دوه مياشتنۍ دورې وروسته اعلانېږي. د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور وايي چې لېست به نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې خپور او په دې توگه به ټاکنيزو منډو ترړو ته لار پرانيستل شي.

" زموږ له پلان سره سم به نن د کانديدانو وروستى نوملړ خپور شي، د پخوا په څېر موږ ژمن يو چې د چنگاښ په لومړۍ نېټه لېست اعلان کړو."

که څه هم ښاغلى نور په دې اړه چې په وروستي لېست کې به څومره کسان شامل وي څه نه وايي، خو وړاندې تر دې د کانديدانو په لومړي لېست کې له ٢٦٠٠ ډېرو کسانو ته ځاى ورکړل شوى و.

د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون د مالوماتو له مخې له لومړني لېست نه شاوخوا ١٣ تنه ټاکنو ته د درېدو د شرايطو د نه پوره کولو له امله اېستل شوي او نور ټول کانديدان پرځاى پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې په وروستي لېست لاهم کار روان دى او د سه شنبې ورځې تر غرمې وروسته به اعلان شي.

Image caption څو ورځې وړاندې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون اعلان وکړ چې د يو شمېر کانديدانو نومونه يې له دې امله چې په ټاکنو کې يې قانوني شرايط نه و پوره کړي، له لېسته اېستلي دي.

د ولسي جرگې د کانديدانو د وروستي لېست له اعلانه يوه ورځ وروسته به ټاکنيزې سيالۍ پيل شي چې نژدې درې مياشتې به دوام وکړي. د ټاکنو کميسيون وياند نورمحمد نور وايي د تېرو ټاکنو په شان هر کانديد کولاى شي په دې دور کې هم د ځان په گټه تبليغات وکړي، خو له يو شمېر محدوديتونو سره.

" ډېر زيات محدوديتونه په دوى وضع نه دي، دوى هر ډول مصرف او کمپاين کولاى شي، خو هيڅوک هم نه شي کولاى په خپله گټه او د بل په تاوان له حکومتي واک څخه گټه پورته کړي."

د ټاکنو کميسيون همدارنگه وايي چې دا ځل هڅه کوي د کمپاپن په لړ کې د کانديدانو د پوسترونو او تصويرونو د لگولو چارې هم منظمې کړي او د ښارواليو په مرسته هغوى ته ځانگړي ځايونه وټاکي. د کميسيون وياند وايي چې په دې اړه کار شوى او تر ډېره به په ښارونو کې عملي شي.

په پام کې ده چې د افغانستان د ولسي جرگې ټاکنې په راتلونکې سپټمبر کې وشي، خو په دغه هيواد کې نا امنۍ لاهم د هغو په وړاندې د يوه خنډ په توگه بلل کېږي.

وړاندې تر دې د ټاکنو کميسيون چارواکو ويلي و، که امنيت ښه نه شي ټاکنې به له ستونزو سره مخامخ شي.

ورته مطالب