د کانګرس رپوټ: د امريکا پيسې تر طالبانو رسېږي

امريکايي پوځي په افغانستان کې
Image caption دا رپوټ داسې مهال خپور شوی، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځوکونو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

د امريکا کانګرس هغه رپوټ ارزوي، چې وايي هره اوونۍ په افغانستان کې امريکايي ځواکونه سيمه ييزه افغان امنيتي شرکتونو ته ۴ ميلیون ډالر ورکوي، چې په دې سره دا پيسې د طالبانو د سيمه ييزو مشرانو تر ګوتو د رشوت په توګه رسېږي.

په دغه رپوټ کې، چې شپږ مياشتې کار ورباندې شوی، راغلي، هغه شرکتونه چې افغانستان کې بهرنیو ځوکونو ته خوراکي توکي، اوبه او نور اکمالاتي مواد لېږدوي، له امريکايي ځواکونو د اوونۍ ۴ ميليون ډالر اخلي .

دغه شرکتونه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بهرنیو ځواکونو ته د اکمالاتي توکو د امنیت ساتلو دنده لري.

د امريکا د پوځي اسنادو د ادعا له مخې، که چېرې دغه کاروانونه پيسې ور نه کړي، نو د بریدونو له ګواښ سره مخامخ کېږي.

رپوټ کاږي افغان هغه لارۍ، چې خواړه، اوبه، د سونګ توکي او وسلې لېږدوي، امنيتي شرکتونو ته په هره اوونۍ کې تر ۴ ميليونو امريکايي ډالره ورکوي.

ټاکل شوې ده چې نن (سه شنبه، د جون ۲۲مه) به د امریکا کانګرس دغه رپوټ واوري او د ارزولو لپاره به یې ګامونه پورته کړي.

د کانګرس يوې جرګه ګۍ چې دغه رپوټ چمتو کړی، ويلي سيمه ييزه مشرانو او د پوليسو او افغان پوځ ځينو سيمه ييزه قوماندانو ته هم دا پيسې ورکول کېږي، چې اکمالاتي لاريو ته د لارې امنیت ونیسي.

دا رپوټ داسې مهال خپور شوی، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله مخ پر زياتېدو ده.

د امریکا کانګرس ته د دغه هېواد د دفاع وزارت جګپوړي چارواکي هم ورغوښتل شوي دي.

د پوځ د جنايي پلټنو په برخه کې يوه ویاند په ویرجينيا ایالت کې اسوشېټېد پرېس خبري اژانس ته منلې چې دا پلټنې ترسره شوې دي.

ويل کېږي چې په دغو خصوصي امنيتي شرکتونو کې د افغان ولسمشر حامد کرزي خپلوان هم شته.

د دغو پیسو د کارولو په اړه ګڼې اندېښنې شته، په افغانستان کې د مېشتو ایساف ځواکونو يوه ویاند وين شاینګز بي بي سي ته وويل :

Image caption رپوټ کاږي افغان سيمه ييزه امنيتي شرکتونه دغه پسې هغو طالب سيمه ييزه مشرانو ته د رشوت په توګه ورکوي، چې دوی ته څه ونه وايي.

''منوږ په دې اړه اندېښمن یو، هغه پیسې چې د یوه قانوني هدف لپاره يوه قانوني شرکت ته په پام کې نيول شوې، که په ناقانونه ډول لګول کېږي، باید ودرول شي، وړاندې مو پّ دې اړه څو ځلې رپوټونه درلودل، خو په اسانۍ سره د دغې موضوع پخلی نشي کېدی؛ ځکه چې فرعي قراردادیان شته چې ښايي دا کار به وکړي یا به ونه کړي، د همدې موضوع د څېړلو په موخه یوه ډله راغلې چې د مشکوکو شرکتونو چارې وارزوي او که پر هغوی دا تور ثابت شو، مسؤولو چارواکو ته به وسپارل شي. ''

تېره ورځ د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې لس بهرني پوځيان ووژل شول، چې پنځه پکې امریکايان ول.

بل خوا برتانیا هم اعلان وکړ، چې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا یې په افغانستان کې د وژل شوو پوځيانو شمېر ۳۰۰ ته ورسېد.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې پر افغانستان د امريکا په مشرۍ بريدونو کې کابو ۲۰۰۰ بهرني پوځيان وژل شوي دي.

له دې سره جوخت په افغانستان کې د برتانیا ځانګړي استازي او جګپوړي دپلومات ډګرجنرال سيرشيرارډ کوبر کولز هم غواړي چې استعفا وړاندې کړي.

خو د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه استعفا نه، بلکې خپله رخصتي غځول غواړي.

که څه هم د خصوصي امنيتي شرکتونو لېست نه دی په ډاګه شوی، خو د وطن ریسک منجمنټ په نامه د يوه خصوصي شرکت نوم پکې راغلی دی.

ورته مطالب