امريکايي جنرال د مقالې په اړه "بښنه" وغوښته

جنرال مکرېسټل
Image caption جنرال مکرېسټل په خپله بښنه کې ويلي " زه د ولسمشر بارک اوباما او د هغه د ملي امنيت د ډلې او جګپوړو ملکي چارواکو او په جګړه کې د ښکېلو پوځيانو ډېر درناوی کوم.''

په افغانستان کې د امريکا جګپوړي قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل د هغې مقالې په اړه بښنه غوښتې، پکې د بارک اوباما پر ادارې او دپلوماتانو نيوکې شوې وې.

جنرال سټېنلي مکرېسټل ويلي په "رولينګ سټون" مجله کې خپره شوې مقاله د "حکمت په نشتوالي " او "نه درناوي" دلالت کوي.

دغه جنرال په خپره شوې مقاله کې، چې د ده ژوند پکې انځور شوی، ويلي چې په کابل کې د امریکا د سفير کارل ايکنبيري لخوا ده ته سپکاوی شوی.

د جنرال مکرېسټل مرستيالان د ولسمشر اوباما پر مرستيال جو بایډن نيوکه کړې، او ویلي دي چې جنرال د اوباما په اړه "ناراضه" دی.

"رولينګ سټون " مجله معمولاً د جمعې په ورځو خپرېږي، خو جنرال مکرېسټل د مقالې د خپرېدا په تړاو د بښنې په غوښتلو کې بيړه وکړه، چې د مقالې د خپرېدا ترشا د نورو انګيزو مخه ونیوله شي.

د جنرال مکرېسټل لخوا دا بښنه داسې مهال غوښتل شوې، چې د امریکا د کانګرس غړي هغه رپوټ اوري چې ويل کېږي امريکايي ځوکونه افغانستان کې خصوصي امنیتي شرکتونو ميليونونه ډالر ورکوي، چې د دوی د اکمالاتي توکو امنيت ونيسي، خو دا پيسې نېغې د جنګ سالارانو او طالب سيمه ييزو مشرانو جيبونو ته لوېږي.

Image caption مکرېسټل د ټوکې په توګه د مرستيال ولسمشر جوبايډن په اړه د پوښتنې په ځواب کې ويلي چې "دا څوک دی"؟

جنرال مکرېسټل په خپله بښنه کې ويلي " زه د ولسمشر بارک اوباما او د هغه د ملي امنيت د ډلې او جګپوړو ملکي چارواکو او په جګړه کې د ښکېلو پوځيانو ډېر درناوی کوم، او تر بريا تر حاصلولو پورې به له ماسره همدا نظر وي . "

سټېنلي مکرېسټل په خپله مقاله کې ويلي چې په سپينه ماڼۍ افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو پر سر يې له کارل ايکنبيري سره مناقشه د دې لامل شوه، چې ګني هغه د ده سپکاوی وکړ.

دغه امريکايی قوماندان د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک د هغه برېښناليک په اړه چې ده ته یې استولی، ويلي "آه، داسې مه وایاست چې د هولبروک لخوا بل برېښنالک، زه اصلاً نه غواړم دغه ليک پرانيزم."

جنرال مکرېسټل ويلي "زما کارل ايکنبيري خوښېږي، له څو کلونو راهیسې زه هغه پېژنم، خو هغه تر دې وړندې هېڅ دا ډول خبره ماته نه ده کړې. "

شنونکي په دې اند دي چې جنرال مکرېسټل له دې پرېکړې سره موافق نه و، چې د ۲۰۱۱ کال د جولای له میاشتې دې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شي. "

مکرېسټل د ټوکې په توګه د مرستيال ولسمشر جوبايډن په اړه د پوښتنې په ځواب کې ويلي چې "دا څوک دی"؟

بل خو د سه شنبې په ورځ د ناټو وياند جيمز اپاتورای دا مقاله " د ناخوښۍ" لامل بللې ده، خو زيات،ي چې د ناټو عمومي سرمنشي اندري فو راسموسن کاملاً د جنرال مکرېسټل د شخصیت په اړه ډاډمن دی.