د امنيت شورا پلاوی د افغانستان په اړه ارزونه کوي

Image caption توماس مېير هارټينګ وويل که ولسمشر کرزی وغواړي نو د امنيت شورا د غړو له موافقې وروسته کېدای شي طالبان له تور ليسته و ايستل شي.

افغانستان ته د امنيت شورا راغلی پلاوی وايي له تور ليست څخه د طالبانو د نومونو ايستل ناشونې نه دي .

دغه پېنځلس کسيز پلاوي چې د پنجشنبې پر ورځ يې په کابل کې يوې خبري ناستې ته وينا کوله وويل د ځينو شرطونو له پلي کېدلو وروسته کېدای شي د طالبانو نومونه له تور ليست څخه و ايستل شي.

د پلاوي يوه غړي او په امنيت شورا کې د اتريش استازي توماس مېير هارټينګ وويل که ولسمشر کرزی دوی ته وړانديز وکړي او د امنيت شورا پېنځلس دايمي غړي ورسره موافقه وکړي نو د طالبانو نومونه به له تورليست څخه و ايستل شي .

هغه وويل تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دوی ډاډه شي ، له تورليسته ايستل کېدونکي طالبان بيا له القاعده سره اړيکي نه جوړوي او وسلې ته لاس نه غځوي.

له پلاوي څخه پوښتنه وشوه چې ويل کېږي ولسمشر د دغو طالب مشرانو ليست ورکړی خو دوی په دې اړه څه و نه ويل.

د پلاوي يوه بل غړي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي ظاهر طنين وويل ولسمشر کرزي ورڅخه مرسته غوښتې خو کوم ليست يې ورته نه دی سپارلی.

پلاوي تر دې مهاله له ولسمشر کرزي، د ولسي جرګې له مشر او ځينو غړو، د ټاکنو د کمېسيون له چارواکو، او دمدني ټولنې له فعالينو سره کتلي دي .

دوی به د افغانستان په اړه يوه هر اړخيزه ارزونه کوي او بيا به يې امنيت شورا ته سپاري .

دغه پلاوی چې مشري يې په امنيت شورا کې د ترکيې استازي اتغرل اپاکان کوي ، تېره ورځ يې له ولسمشر کرزي سره د کتنې پر مهال د سولې د ملي مشورتي جرګې، د مخالفينود پخلاينې او په ټولنه کې د ننيستلو، د کابل کنفرانس، او له ترهګرۍ او اداري فساد سره د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

دغه راز ولسمشر کرزي د امنيت شورا له پلاوي غوښتي چې د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا په برخه کې مرسته وکړي .