په لندن کې د افغانستان پر کانو د نړيوالو پانگوالو غونډه

Image caption افغان چارواکي هيله من دي چې په نړۍ کې د اوسپنې کمښت او د افغانستان د نورو برخو په پرتله به د حاجيگک ښه امنيت نړيوال شرکتونه ژر پانگونې ته وهڅوي.

افغان حکومت ، خپل جگپوړي استازي لندن ته استولي چې نړيوال شرکتونه ددغه هېواد په شتمنو کانو کې پانگونې ته رامات کړي.

د لسگونو شرکتونو له استازو سره به د جمعې په غونډه کې هغوى هڅه وکړي چې بهرنيو سوداگرو ته د خپلو پټو او برسېره شويو کانو په اړه وروستي معلومات ورکړي او د هغوى غوښتنې واوري.

دا کار د سلگونو ميلياردو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د ډول ډول کانو د شتوالي په اړه د امريکا د ځمکپېژندنې ادارې تر اعلان يوه اوونۍ وروسته کېږي.

د کانو وزير وحيدالله شهراني چې د افغان پلاوي مشري کوي، وايي په حقيقت کې دغه کانونه درې ټرېليونه ډالره ارزښت لري او د هېواد پر بېلابېلو سيمو خپاره دي.

د هغه په وينا، د کانو گټه کولى شي په لسو کلونو کې افغانستان په کور بسيا کړي او د نړيوالو د مرستې له احتياجه يې وباسي.

يوازې د کانونو ماليه، د ښاغلي شهراني په وينا په کال کې يو ميليارد ډالرو ته رسېدلى شي. افغان پلاوى وايي د لندن په دې غونډه کې يې اصلي موخه د افغانستان د اوسپنې او مسو کانو، په تېره بيا د باميانو د حاجيگک کان ته د پانگو راماتول دي.

په کابل کې د کانو مسوولين د حاجيگک زېرمې دوه ميليارده ټنه ښيي چې له دې پلوه، د هغوى په وينا، په نړۍ کې لږ سارى لري.

افغان چارواکي هيله من دي چې په نړۍ کې د اوسپنې کمښت او د افغانستان د نورو برخو په پرتله به د حاجيگک ښه امنيت نړيوال شرکتونه ژر پانگونې ته وهڅوي.

سملاسي باميانو ته د پخې لويې لارې پر غزولو کار روان دى او له حيرتانو څخه د اوسپنې راروانه پټلۍ به يې هم له ١٥ کليومترۍ څخه تېره شي چې د سپړنې او لېږد په چټکولو کې يې ځانگړې ونډه درلودلى شي.

کابل غواړي د حاجيگک کان په امريکا کې د يوې ورته غونډې پر مهال، چې په مني کې جوړېږي، داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

تر دې دمخه د لوگر د مسو کان د سپړنې چارې يوه چينايي شرکت ته سپارل شوې وې.

د ښاغلي شهراني پلاوى وايي د ټوټال په څېر نفتي شرکتونو له استازو سره يې هم خبرې کړي چې ځينو يې د شمال د تېلو او غازو له سپړنې سره مينه ښودلې ده.