مارک سيډويل: د مک کريسټل لري کېدل به نړيوال ماموريت زيانمن نه کړي

Image caption مارک سيډويل وايي، جنرال مک کرسټل ډېرښه سړى وو ، نژدې ملگرى ، مهم پوځي قومندان او په افغانستان کې له ياغيانو سره د مبارزې دپراخې ستراتيژۍ يو سمبالونکى .

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى مارک سيډويل وايي په دغه هيوادکې د نړيوالو سر تېرو د قومندان بدلېدل به ددوى پر پوځي ماموريت هېڅ اغېزه و نه کړي.

ښاغلي سېډويل وويل د کندهار پلان شوي پوځي عمليات به له پلان سره سم کېږي .

مارک سيډويل له بي بي سي سره په مرکې ، کې جنرال ډېويډ پيټريس په افغانستان کې د نړيوال اييتلاف د پوځي ماموريت د پر مخ بيولو لپاره مناسب سړی وباله او د پخواني قومندان جنرال مک کرسټل کارونه يې وستايل.

پوښتنه : د جنرال سټېنلي مک کريسټل گوښه کېدل به په افغانستان کې د ناټو او نړيوالې ټلوالې پر ماموريت څه اغېزه ولري ؟

ځواب : جنرال مک کرسټل ډېرښه سړى وو ، نژدې ملگرى ، مهم پوځي قومندان او په افغانستان کې له ياغيانو سره د مبارزې دپراخې ستراتيژۍ يو سمبالونکى و.

په داسې ځانگړو شرايطو کې د هغه په گوښه کېدو ټول خفه شوي يو.

خو پرون ولسمشر اوباما وويل چې يو هېواد له يوه کسه لوى دى اوهغه په افغانستان کې د پوځي عملياتو د مشرۍ لپاره د ډېويډ پيټريس په گمارنې سره د خپل نسل تر ټولو ښه سر تېرى وټاکه ، داسې څوک چې فوق العاده کاري سابقه لري او له شته ننگونو سره د مخا مختيا لپاره مناسب سړی دى .

پوښتنه : د کندهار عمليات د مک کريسټل له پروگرامونو څخه وو ايا د هغه په لېرې کېدو سره به ددغو پوځي عملياتو په تر سره کېدو اغېز نه کېږي ؟

ځواب : د کندهار عمليات د يوې پراخې تگلارې يوه برخه ده چې جنرال مک کرسټل يې يو مهم طراح وو . په دغې پراخه طرحه کې په هغو سېمو کې د امنيت ټينگول راځي چې د يا غيانو له گواښ سره مخا مخ دي .

دارنگه افغان حکومت ته د مسوليت لېږدول او د هغو وسله والو د بيا يوځاى کېدو له پروگرامه ملاتړ دى چې له جگړې لاس اخلي او اساسي قانون مني .

د کندهار عمليات به له پلان سره سم پر مخ درومي او د جگړې طرحه به د پخوا په څېر پر خپل ځاى پاتې وي .

جنرال پيټريس چې را ورسېږي نو ددغو عملياتو مشري به دی په لاس کې واخلي.

پوښتنه : ټاکل شوې چې په څو مياشتوکې په افغانستان کې پار لماني ټاکنې وشي ايا په دغه گام سره به ددغو ټاکنو پر وړاندې د نا امنيو گواښونه زيات نشي؟

ځواب . د ټاکنو پر وړاندې به ننگونې پرتې وي خو افغان حکومت او افغان ځواکونه پراخې تگلارې لري چې د ټاکنو په درشل کې ، د رايې ورکونې پر ورځ او ترهغې را وروسته ننگونو سره مبارزه وکړي. دغه تگلارې به پر خپل حال پاته وي او فکر نه کوم هغه څه چې پرون پيښ شول پر دغه بهير به اغېزه ولري .

پوښتنه : داسې باور کېږي چې جنرال مک کرسټل له ولسمشر حامر کرزي سره ډېر نژدې اړيکي لرل خو له جنرال پيټريس سره يې اړيکي هغومره نژدې نه دي ، فکر نکوىء چې دافغانستان د ستونزې د حل لپاره د دغو چارواکو ترمنځ د لارو چارو پر سر همغږي به ډېروخت ونيسي؟

ځواب : هو! جنرال مک کرسټل له ولسمشر کرزي سره ښه اړيکي لرل او په اونۍ کې به يې څو ځله سره ليدل . جنرال پيټريس هم له وړاندې له ولسمشر کرزي سره اشنا دى او ښاغلي کرزي د هغه په اړه ډاډ ښولى .

ښاغلي پيټريس د مرکزي قوماندې مشري کوله او د هغه د اړيکو سيمه پراخه ده ،چې دغه اړيکي به په راتلونکي يوه کال کې ډېر اغېزناک ثابت شي.

هغه به په خپل سيستم کار پر مخ بيا يي ، خو ټول په دې باور دي چې هغه ددې ماموريت لپاره وړ کس دى .

پوښتنه : ستا سې په باور د جنرال پيټريس د کار لومړيتوب به څه شى وي ؟

ځواب : جنرال پيټريس به خپل کار ي لومړيتوبونه په گوته کړي خو هغه څه چې مهم دي، دادي چې ، موږ روانې حالات همدغسې وساتو او د افغانستان په سويل کې چې د تاوتريخوالي کچه پکې اوچته ده د امنيت د ټينګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو، دارنگه په امنو سېمو کې ډېر مسوليت افغان حکومت ته وسپارواو د وسله والو طالبانو د بيا يو ځاى کېدو د پروګرام ملاتړ وکړو. دا ټول موضوعات ملاتړ ته اړتيا لري چې هم يې له نړيوالې ټولنې او هم له جنرال پيټريس څخه تمه لرو .

پوښتنه : څه فکر کوئ چې د جنرال پيټريس پر وړاندې به لويه ننگونه څه وي ؟

ځواب : زما په فکر لويه ننگونه داده چې موږ بايد د وسله والو طالبانو پر وړاندې يو ځل بيا نوښت خپل کړو او هغه سيا سي کړکيچونه چې له دغې مسلې سره مرسته کوي حل کړو او افغان دولت ته مسوليتونه وسپارو . دا لويې ننگونې دي ، خو جنرال پيټريس د دغو موخو د ترلاسه کېدو او د پوځي عملياتو د تر سره کېدو لپاره مناسب کس دى .

پوښتنه : ايا فکر نه کوىء چې د جنرال مک کرسټل لېرې کېدل به طالبان نورهم تاوتريخوالي ته وهڅوي ؟

ځواب : طالبان خپلې تگلارې لري خو دوى تېروتنه کوي ، که فکر وکړي د جنرال پيټريس راتلل به دوى ته يو بد خبر وي .

هغه له ياغيانو سره دمبارزې د هغه پروگرام يو مهم سمبالونکى دى چې جنرال مک کرسټل د هغه د عملي کېدو لپاره گمارل شوى وو . هغه په دې برخه کې د ډېرې تجربې خاوند او د نړۍ يو وتلى

سرتېرى دى .

هغه به د بري د ترلاسه کولو په موخه هڅې وکړي او طالبان بايد پو ه شي چې له څه ډول پوځي قومندان سره مخا مخ دي .