کرزی: د جګپوړو افغان چارواکو خپلوانو ته قراردادونه مه ورکوﺉ

حامد کرزی
Image caption ښاغلي کرزي زياته کړه، د نشه يي توکو بدنامي يوازې پر افغانستان ورتپل شوې ده، خو ګټه يې بيا د نړيوالو قاچاق وړونکو جيبونو ته لوېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي په هېواد کې کوکنار د يو شمېر بهرنیو هېوادونو او کړيو د هڅولو لامل شوي، چې کوکنار وکري.

ولسمشر کرزي په کابل کې د نشه يي توکو پرضد د نړیوالې ورځې د لمانځنې پرمهال په افغانستان کې نشه يي توکي د خپل حکومت پروړاندې يوه ستره ستونزه وبلله.

حامد کرزي يوشمېر بهرنيو هېوادونه او کړۍ تورنې کړې، چې په وينا يې په دې وروستيو کلونو کې افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلې د زیاتېدو لامل شوي دي.

که څه هم ولسمشر کرزي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست، خو وویل چې له دې پديدې سره په مبارزه کې د نړيوالې ټولنې صادقانه همکاري ضروري ده:

''په افغانستان کې د کوکنارو تشویق د بهرنیانو او نړیوالې مافیا لخوا پرمخ بېول کېږي، همدا ده افغانستان باید لومړی دا هڅه وکړي چې کوکنار له خپلې لمنې ټول کړي، چې دا هڅه کوو او ډېره هڅه کوو، دا هڅې به تر هغه کامیابې نه شي، چې اروپا، منځنۍ اسیا ، روسیه، امريکا او نړیواله ټولنه د قاچاق وړونکو لاسونه په خپلو هېوادونو کې ونه نیسي.''

ښاغلي کرزي زياته کړه، د نشه يي توکو بدنامي يوازې پر افغانستان ورتپل شوې ده، خو ګټه يې بيا د نړيوالو قاچاق وړونکو جيبونو ته لوېږي.

د ښاغلي کرزي په وينا، تر دې وروسته افغانستان د نشه يي توکو ملامتي نه شي منلی، او په دې برخه کې به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

بل خوا د افغانستان د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزير ضراراحمد مقبل وويل چې د حکومت په همکارۍ سره په هېواد کې د کوکنار د کرکېلې کچه په سلو کې ۵۰ راټيټه شوې ده.

ښاغلي مقبل زياته کړه چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د کوکنار کرکېله صفر ته راښکته شوې، او يا هم کمه شوې او شاوخوا ۳۵۰۰ قاچاق وړونکی نيول شوي دي.

ضرار احمد مقبل د کوکنارو په کرکېله کې کمښت راتلل د افغانستان د حکومت لاسته راوړنه وبلله.

نوموړي ټينګار وکړ، چې سيمه ييزه همکارۍ د نشه يي توکو پرضد مبارزه او د کرکېلې په کمښت کې ډېره همکاري کولی شي.

Image caption که څه هم افغانستان د نشه يي توکو په کرکېله کې د کمښت خبره کوي، خو د رپوټونو له مخې دغه هېواد د نړۍ په کچه په سلو کې تر ۹۰ ډېر نشه يي توکي تولیدوي.

په افغانستان کې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې ورځ داسې مهال لمانځل کېږي، چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پرضد د مبارزې د ادارې په يوه تازه رپوټ کې ويل شوي چې شاوخوا يو ميليون افغانان په نشه يي توکو روږدي دي.

ملګرو ملتونو دا هم ويلي چې د دغو روږدو افغانانو د درملنې لپاره ډېر کم فعالیتونه شته.

که څه هم افغانستان د نشه يي توکو په کرکېله کې د کمښت خبره کوي، خو د رپوټونو له مخې دغه هېواد د نړۍ په کچه په سلو کې تر ۹۰ ډېر نشه يي توکي تولیدوي.

د افغان جګپوړو چارواکو له دوستانو سره قراردادونه مه کوﺉ

افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې له مېشتو نړيوالو ايتلافي ځواکونو هيله کړې چې د فساد د مخنيوي لپاره دې وروسته له دې قراردادونه د جګپوړو افغان چارواکو له خپلو خپلوانو سره نه تړي.

ولسمشر کرزی وايی اوس هم نړيوال ځواکونه خپل مهم قراردادونه پخپله له لوړرتبه حکومتي چارواکو او د هغو له خپلوانو سره تړي.

په همدې مهال ښاغلي کرزي له افغان چارواکو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره سر له اوسه بنسټز ګامونه پورته کړي.

Image caption ضرار احمد مقبل د کوکنارو په کرکېله کې کمښت راتلل د افغانستان د حکومت لاسته راوړنه وبلله.

دی وايي که په دې برخه کې جدي کار ونه شي ښايي له ګټې يې زيان ډېر شي.

'' په افغانستان کې بهرني ځواکونو ډېرې زياتې پېسې لري ، په سلګونو ، سلګونو ميليونه ډالر ، بلکې په زرګونو ميليونه ډالر لري. دوی د دغو پېسو قراردادونه يا د خپلو ادارو يا د خپلو پوځي تشکيلاتو او یا هم د بګرام او کندهار په هوايي ډګرونو کې تړي.

ددغو قراردادونو ځېنې يې افغانانو ته ورکوي او مهمه برخه يې بيا هم د بهرنيانو له لوري د افغان حکومت د لوړرتبه چارواکو خپلو خپلوانو ته ورکول کيږي او يا يې پخپله د حکومت لوړپوړي چارواکي اخلي.

که نړيواله ټولنه په ريښتيا غواړي چې په افغانستان کې فساد کم شي، نو زموږ هيله ده چې دغه قراردادونه دې د حکومت د مشرانو خپلوانو ته نه ورکوي، زموږ وزيرانو ته دې نه ورکوي، زموږ واليانو ته دې نه ورکوي او د شورا وکيلانو ته دې نه ورکوي.''

ښاغلي کرزي زياته کړه:

'' که زموږ هيواد د حکومت او د کانونو د راوېستو په برخه کې سم او ډېر پياوړي بنسټونه کېنږدي زموږ راتلونکي نسلونه به له نن نه يوازې لس کاله وروسته د دې پر ځای چې له دغو پراخو طبعي زيرمو کټه واخلي همدا تر ځمکې لاندې پراخې زیرمې به زموږ د هيواد او خلکو د بدبختۍ لامل وګرځي.''

ورته مطالب