کابل: د بهرنيو چارو وزارت ته نژدې چاودنه وشوه

کابل کې د يوې مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ
Image caption له تېرې څه باندې يوې مياشتې راهيسې په کابل کې دا لومړۍ لویه چاودنه ده.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته نژدې چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت چاودنه مني، خو په اړه يې نور جزييات نه دي ورکړي، خو زياته کړې يې ده، چې د چاودنې په اړه يې پلټنه پيل کړې.

چاودنه نن سهار څه کم لس بجې وشوه.

چاودنې ته څېرمه ګڼې حکومتي ودانۍ او د يو شمېر بهرنيو هېوادونو سفارتونه پراته دي، خو لاتر اوسه د مرګ ژوبلې کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ويلي برید د يوه ګاډي په وسيله ترسره شوی دی: ((زموږ انګېرنه دا ده چې دغه ماین د افغان ملي اردو د سرتېرو په يوه ګاډي کې ځای پر ځای شوی و.))

که څه هم په تېرو څو مياشتو کې کابل کې سخت امنتي تدبیرونه نیول شوي، خو دغه ښار هره مياشت د يوې درنې چاودنې شاهد وي.

دا چاودنه داسې مهال شوې، چې په کابل کې د افغان او امريکايي جګپوړو پوځي قوماندانانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

تر دې وړاندې د تېرې جوزا/ غبرګولي پر ۲۸مه د کابل دارالامان پر لوی سړک په ځانمرګي بريد کې ۱۸ تنه وژل شوي ول او ۵۰ ډېر نور عام ګړي ټپيان وو.

د بريد موخه د ايساف ځواکونو ګاډي وو، چې پکې شپږ بهرني پوځيان ووژل شول او يوشمېر نور ټپيان شول.

ورته مطالب