کرزی: بهرنيان په افغانستان کې د کوکنارو کر هڅوي

ښاغلی کرزی
Image caption ولسمشر کرزي وويل نړيواله مافيا افغانان د کوکنارو کرلو ته هڅوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل گاونډيو هېوادنو ته په کار ده خپلې هڅې ډېرې کړي چې له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيول شي.

هغه وويل افغانستان په يوازې سر د خپلو پولو د کنټرول وس او امکانات نه لري.

ښاغلي کرزي د نشه يي توکو خلاف نړيوالې ورځې په تړاو يو ځلې بيا د کوکنارو د مخنيوي لپاره د خپل هېواد ژمنه راغبرگه کړه.

هغه وويل د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د مخنيوي لپاره به د خپلو گټو او عزت او د افغان ولس د نېکمرغۍ او پرمختگ په خاطر کلکې هڅې وکړي.

ښاغلي کرزي زياته کړه نړيواله ټولنه هم د نشه يي توکو د سوداگرۍ په مخنيو کې خپله ونډه لري:

((افغانستان خپله ملامتي مني، عذر او دليل هم نه وړاندې کوي، دا مو په ګټه ده چې د کوکنارو پرضد هغسې کار وکړو چې تراوسه مو کړی .

خو دا بلا، له افغانستان او نړۍ څخه تر هغې نه ورکېږي چې نړۍ په رښتينې توګه هم په افغانستان کې کار ونه کړي او هم په خپلو هېوادونو کې په نشه يي توکو د روږدېدو او قاچاقبرانو مخه ونه نيسي.

دا حالت چې اوس پر افغانستان راغلی د بهرنيانو له لاسه دی. بهرنيان او نړيواله مافيا خلک د کوکنارو کرولو ته هڅوي.))

دغه راز حامد کرزي بهرني ځواکونه په افغانستان کې د کوکنارو د کر پر هڅونه تورن کړل.

هغه وويل، نه غواړي چې نړيواله ټولنه، په تېره بيا د منځنۍاسيا هېوادونه په نړيوالو کنفرانسونو کې د پړې گوته افغانستان ته ونيسي.

د هغه په وينا، افغانستان مني چې په دې برخه کې نيمگړتياوې او عيبونه لري، خو پر افغانانو دا حالت پرديو له بهر نه تپلى دى.