افغانستان: سږ کال د ښوونکو او زده کوونکو د وژلو کچه لوړه شوې

زده کوونکي
Image caption افغانستان کې ښوونکي او زده کوونکي له لویو ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د تير کال په پرتله سږ کال د ښووځيو د سوځونې پېښې کمې شوې، خو د ښوونکو او زده کوونکو د وژلو په شمېر کې لوړوالى راغلى دى.

افغان چارواکي دا هم وايي چې دوى په تېر يوه نيم کال کې د تړل شويو ښوونځيو له منځه څه نژدې ۳۰۰ ښوونځي بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانيستي دي، خو لا هم د ټول هېواد په کچه شاوخوا ٤٠٠ ښوونځي تړلي پاتې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وروستۍ شمېرې ښيي چې د روان کال په اوږدو کې نژدې ٣٠ ښوونځي په بېلابېلو پېښو کې ويجاړ شوي او سوځول شوي چې دغه شميره د تېره کال په پرتله نژدې نيمايي کموالى ښيي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي گڼ شمېر دغه ښوونځي د افغانستان په سويل او سويل ځتيځو ولايتونو کې دي چې د نا امنيو له امله څه د پاسه ٤٠٠ ښوونځي د زده کونکو پر مخ تړلي دي.

بل خوا د افغانستان د پوهنې وزارت د خپرونو مشر آصف ننگ له بي بي سي سره په خبرو کې دا ومنله چې د تېرکال په پرتله سږ کال د ښوونکو او زده کوونکو د وژنو کچه لوړه شوې ده.

د ښاغلي ننگ په وينا د روان کال په اوږدو کې نژدې ٣٠٠ ښوونکي او زده کوونکي د ناڅرگندو وسله والو کسانو له لوري وژل شوي چې تېره کال دغه شمېره د ده په وينا ٢٥٠ تنو ته رسېده:

''د چاودنو، سوځونو او ويجاړولو په ترڅ کې له ٢٠ نه تر ٣٠ ښوونځي د روان کال په اوږدو کې ويجاړ شوي چې دغه شمېره تېر کال څه د پاسه ٦٠ ښوونځيو ته رسېده. يعنې پکې کمى راغلى دى. خو د معارف په برخه کې چې شاگردان، ښوونکي او د معارف کارکوونکي شاملېږي د مرگ ژوبلې کچه د تېر کال په پرتله لوړ شوې ده چې تر اوسه څه د پاسه ٣٠٠ کسانو مرگ ژوبله اوښتې. تېرکال دغه شمېره ٢٥ کسانو ته رسيده. ''

خو د پوهنې وزارت چارواکي وايي له گڼو ننگونو سره سره دوى د سيمه ييزو شوراگانو په مټ په تېر يوه نيم کال کې نژدې ٣٠٠ ښوونځي د زده کووکو پرمخ بيا پرانيستي دي.

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل ښونځيو ته د ټولو ماشومانو لاس رسى د ده د کار په لومړيتوبونو کې راځي:

Image caption اوس په افغانستان کې د ٢٥٠ ښوونځيو نه سم نيمايي يې ودانۍ نه لري.

'' په راتلونکو 5 کلونو کې زموږ د ښوونځيو شمېر ١٦٥٠٠ ته رسيږي. د زده کوونکو شمېر به ١٠ ميليونو ته ورسېږي او د ښوونکو شمېر به ٢٨٤ زرو ته ورسېږي. يعنې د راتلونکو پنځو يا لسو کلونو لپاره زموږ پلان ډير روښانه دى. خو هغه هيله چې موږ يې لرو چې په راتلونکو ١٠ کلونو کې بايد زموږ هېڅ يو ماشوم له زده کړې بې برخې پاتې نشي. د هغه لپاره مو هم بودجه جوړه کړې او هم ورته د تمويلو سرچينې موندلي دي چې يو پر بل پسې به پلي کېږي.''

ښاغلي وردگ همدارنگه وويل په افغانستان کې د پوهنې د پراختيا په موخه ډنمارک ژمنه کړې چې د پوهنې وزارت سره څه د پاسه ٦٠ ميليونه ډالره مرسته وکړي

د افغانستان د پوهنې د وزير په وينا په دغو بلاعوضه مرستو به نه يوازې د پوهنې کيفيت لوړ شي، بلکې ښونيز کتابونه به چاپېږي، د پوهنې وزارت کاري وړتياوې به لوړيږي او د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې به ښوونځي او د لوړو زده کړو نيمه عالي مؤسسې جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس په افغانستان کې د ٢٥٠ ښوونځيو نه سم نيمايي يې ودانۍ نه لري. افغان چارواکي وايي په ښونځيو کې د وداينو د جوړولو لپاره د کابل له نړيوال کنفرانس نه به د ٢ ميلياردو ډالرو د مرستې غوښتنه وکړي.

ورته مطالب