ولسي جرګې پنځه نوماند وزيران ومنل

شکریه بارکزۍ
Image caption وړاندې ولسي جرګې له دې امله اعتصاب کړی، چې ولسمشر ولې پاتې وزارتونو ته وزيران نه ورمعرفي کوي.

د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر حامد کرزي لخوا له اوو نوماندو وزیرانو څخه ايله پنځو ته د باور رایه ورکړه.

په دوی کې د کورنیو چارو وزارت ته نوماند بسم الله محمدي، د سوداګرۍ وزارت ته نوماند انوارالحق احدي هم شاملي دي.

د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند سرور دانش، داود علي نجفي د ترانسپورت او هوايي چلند لپاره نومول شوي ول، د جرګې د غړو د رایو پر خپلولو ونه توانېدل.

سرور دانش د مخکنۍ کابينې پرمهال د عدليې وزير و، چې په نوي نوملړ کې د لوړو زده کړو وزارت ته نومل شوی و، خو د باور رایه يې ترلاسه نه کړه.

داود علي نجفي بيا د ولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال د ټاکنو د دارالانشاء رييس و، هم ونه توانېد، چې د جرګې د غړو رایه ترلاسه کړي.

خو ولسي جرګې د کورنیو چارو وزارت نوماند بسم الله محمدي، د سوداګرۍ وزارت نوماند انوارالحق احدي، د سرحداتو وزير اسدالله خالد، د فواید عامې وزارت نوماند عبدالقدوس حميدي، او د کډوالو چارو وزارت نوماند جماهير انوري ته د باور رایه ورکړه.

ښاغلي حميدي په تېر ځل کې د مخابراتو او ټيکنالوجۍ وزارت ته نوماند و، خو د جرګې لخوا رد شو.

له دغه لېست څخه يوازې انوارالحق احدي د کرزي تېرې کابينې غړی و اوړ بسم الله محمدي بيا تر اوسه د افغانستان د لوی درستيز په توګه کار کاوه.

اسدالله خالد لوړۍ د غزني او بیا کندهار مخکنی وال و، وړاندې د جرګې لخوا د نوماند وزير په توګه رد شوی و.

هغه پاتې نوماند وزيران، چې نورو وزراتونو ته معرفي شوي ول، مشهورې څېرې نه وې.

له رد شوو نوماندو وزیرانو سره اوس اته وزارتونه وزيران نه لري، چې پر ځای يې سرپرست وزيران ناست دي، او په موقته توګه چارې پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې ده، د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د کرزي تر ټاکل کېدا شپږ مياشتې تېرېږي، خو لاهم د ده کابینه نیمګړې ده.

وړاندې ولسي جرګې له دې امله اعتصاب کړی، چې ولسمشر ولې پاتې وزارتونو ته وزيران نه ورمعرفي کوي.

ورته مطالب