غزنی: د ماین چاودنې ۴ ولسي وګړي ووژل

غزنی
Image caption چاودنه د غزني د اندړو ولسوالۍ په 'سني' کلي کې شوه ده.

په غزني کې د سړک غاړې د ماین چاودنې څلور ولسي وګړي ووژل او څلور نور يې ټپيان کړل.

چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې (دوشنبه، د جون ۲۸مه) د غزني د اندړو ولسوالۍ په 'سني' کلي کې له ولسي خلکو پر يوه ډک تونس موټر وشوه

د غزني امنیه قوماندان خيال باز شيرزي بي بي سي ته وويل په چاودنه کې څلور ولسي وګړي وژل شوي څلور نور ټپيان دي.

ښاغلي شيرزي زياته کړه، چې په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

نوموړی وايي چې د ولسي وګړو د سپرلۍ دغه تونس موټر له اندړو ولسوالۍ نه غزني ښار ته روان و.

عيني شاهدان وايي په چاودنه کې ۶ ولسي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

داسې رپوټونه هم شته، چې چاودنې اته ولسي وګړي وژلي.

بل خوا د غزني په څنګلوري میدان وردګو ولایت کې د کابل – کندهار پر لویه لاره د يوه خصوصي امنیتي شرکت يو ساتونکی وژل شوی دی.

د ميدان وردګو ولایت يوه امنیتي چارواکي، چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل د میدان وردګو په سیداباد سیمه کې پر عام سړک وسله والو د يوه خصوصي امنيتي شرکت پر ګاډي برید کړی، چې یو ساتونکی پکې وژل شوی او يو بل ټپي دی.

بل خوا د افغانستان په ختيځ ولایت کونړ کې له طالبانو سره په نښته کې يو افغان سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.

نښته د کونړ په مروره ولسوالۍ کې شوې ده.

ورته مطالب