وحیدعمر: کرزي له سراج الدین حقاني سره نه دي کتلي

وحيد عمر
Image caption د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر نه يوازې د ښاغلي کرزي او حقاني د ليدو کتو ګنګوسي رد کړل بلکې هغه يې د يو شمېر رسنيو منفي تبليغات وبلل

افغان حکومت هغه ګنګوسي په کلکه رد کړل چې وايي ولسمشر حامد کرزي له يوه مشر طالب قوماندان سراج الدين حقاني سره کتلي دي .

د ښاغلي حقاني ډله په سوېل ختيځو ولايتونو فعاله او د حکومت او نړيوالو ځواکونو پر ضدفعاليتونه کوي.

خو ددې تر څنګ وايي د سولې او عادي ژوند ته د مخالفينو د راګرځولو لپاره ولسمشر يو فرمان چمتو کړی چې دېر ژر به يې توشيح کړي .

څو ورځې مخکې د سولي مشورتي جرګې دولت ته سپارښتنه وکړه چې له ټولو ممکنه لارو دې کار واخلي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې له مخالفينو او طالبانو سره خبرې وکړي.

له تېرو دوه دريو ورځو راهيسې د عامو خلکو شننونکو او رسنيو تر منځ دا ګنګوسي خورا تاوده ول چې ګنې ولسمشر کرزي د پاکستان په منځګړيتوب له يوه مشر طالب قوماندان سراج الدين حقاني سره په کابل کې مخامخ ليدلي دي .

سراج الدين حقاني د پخواني قوماندان او د طالبانو د يوه پخواني مشر مولوي جلال الدين حقاني زوی دی چې ډله يې په سوېلي ولايتونو کې د حکومت پر ضد فعاليتونه کوي.

دغې ډلې ته افغان حکومت او نړيواله ټولنه د نورو طالبانو او مخالفينو په پرتله د يوې خطرناکې ډلې په سترګه ګوري.

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر نه يوازې د ښاغلي کرزي او حقاني د ليدو کتو ګنګوسي رد کړل بلکې هغه يې د يو شمېر رسنيو منفي تبليغات وبلل:

(( له پرون ماسپينه را هيسې له رسنيو څخه ځينې داسې راپورونه خپرېږي چې وايي افغان ولسمشر د طالبانو له يوه مشر سره کتلي دي. دغه راپورونه له يوې خوا د افغان حکومت لپاره د تعجب او له بلې خوا د اندېښنې وړ ول . دا بې بنسټ راپورونه دي هېڅ حقيقت نه لري. افغان ولسمشر له هغه سړي سره هېڅکله نه دي کتلي چې په دغه راپور کې يې نوم اخيستل کېږي او نه هم دا سړی کابل ته راغلی دی. ))

Image caption څو ورځې مخکې د سولې مشورتي جرګه هم د همدې لپاره را بلل شوې وه چې حکومت ته د پخلاينې، سولې او خبرو او ترو په تړاو لارښوونې وکړي.

د دوشنبې پر ورځ رسنيو ته يو شمېر داسې راپورونو هم مخه راکړې وه چې ګنې د پاکستان د پوځ لوی درستيز اشفاق کياني او د دغه هېواد د استخباراتو ځينې چارواکي کابل ته را روان دي .

دغه احتمالي ليدنه هم د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د لړۍ يوه کړۍ بلل کېده.

خو دولسمشر وياند وويل چې دوی نه د کوم پاکستاني چارواکي له راتګه خبر دي او نه د دا ډول کوم چارواکي د راتلو پلان شته .

بلخوا په کور د ننه حکومت وايي چې د سولې هڅې يې روانې ساتلي دي.

ښاغلي عمر وويل له څو ورځو راهيسې د طالبانو او مخالفينو د راجلبولو او عادي ژوند ته د راستنولو په اړه د حکومتي کړيو تر منځ بحثونه روان دي.

څو ورځې مخکې د سولې مشورتي جرګه هم د همدې لپاره را بلل شوې وه چې حکومت ته د پخلاينې، سولې او خبرو او ترو په تړاو لارښوونې وکړي.

جرګې له حکومته غوښتي ول چې له شته امکاناتو په ګټنې سره له مخالفينو او طالبانو سره سوله وکړي.

خو افغان حکومت وايي دوی به له هغه چا سره سوله کوي چې د افغانستان اساسي قانون ومني، جګړه او له حکومت سره مخالفت پرېږدي.

خو مخالفينو يا په ټوله کې طالبانو وار له مخه دا ټول شرطونه رد کړي دي او په بدل کې له شرطه پرته له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې.