کونړ کې طالبان او بهرني ځواکونه یو بل ته د تلفاتو ادعا کوي

بهرني عسکر په کونړ کې
Image caption په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۶۰۰ افغان او بهرني عکسر له طالبانو سره ګوته په ماشه دي.

مرکز اسد اباد ته په څیرمه ولسوالۍ مروره کې په دویمه پرلپسې ورځ هم سلګونه کورني او بهرني عسکر د پوره ځمکني او هوايي ځواک په ملاتړله د وسله والو طالبانوسره په جګړه لګیا دي.

د ایساف یو ویاند وایي د جګړې په نیت شاوخوا 600 افغان او بهرني سرتیري به تر هغې د طالبانو سره وجنګیږي چې په وینا ېې له سیمې يې نه وي شړلي.

خو د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد وایي د ورغلو سرتېرو هومره جنګیا لي يې په مقابله لګیا دي.

په دې سیمه کې د خپل ډول درانه عملیات دا دی دویمې شپې ته ننوځي خو ظاهرآ پکې د سړېدو څه نښې نه ښکاري او د تلفاتو په اړه يې هم بې پرې او خپلواک پخلې نه کیږي.

خو د افغان پوځ د دویمې لېوا قومندان جنرال محمد افضل بې بې سې ته ویلي له 60 ورپورته وسله وال په هوايي ګوزارونو کې وژل شوي .

د وسله والو طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا ده چې له 30 ډېر بهرنې او افغان سرتیري يې وژلي خو تر اوسه د دوه بهرنیو او یو افغان پوځي د وژل کېدو او د دوه افغان هغو په ګډون د اتوو بهرنیو عسکرو د ټپي کیدو پخلی شوی.

د یو شمیر ولسي مرګ ژوبلې نا تايید شوي رپوټونه هم ورکړل شوي ، خود عملیاتو سیمه په بشپړه توګه بنده ده هېڅا ته د تګ راتګ اجا‌زه نشته .

یو شمیر ولسي وګړو بي بي سي ته ویلي د ځان د خوندیتوب په موخه هم له کورونو د باندې نه شي وتلی.

نن ناوخته د کونړ او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو قومندان ډګرمن انبریو پاپس د ولسوالۍ مرکز ته د یو شمیر خبر یالانو سره ورغلي وو .

امریکايي قومندان دا له مرجې وروسته لوي عملیات ووبلل او وې ویل سرتیري به دولسي مرګ ژوبلې په موخه په احتیاط ګوزار وکړي.

او له خلکو ېې خوندي ځایونو کې پر پاتې کېدو ټینګار وکړ.

د عملیاتو بله موخه د هغې لارې خوندیتوب ښوول کیږي چې دا څو کلونه په بشپړه توګه نا خوندي وه

ددې سره جوخت ایساف دپکتیکا په یحیا خیلو او د خوست په لکڼو کې د نهو وسله والو د وژنې ادعا کړې.

ورته مطالب