ډېوېډ ريچارډز:ښايي ژر له طالبانو سره خبرې پيل شي

ډېوېډ ريچارډز
Image caption جنرال ريچارډز وویل له دې سره به اوسنۍ تګلاره پر مخ ځي يانې پوځي او پراختیايي چارې به هم دوام لري

د برتانيا د پوځ مشر – جنرال سر ډېوېډ رېچارډز وويل ښايي ژر له طالبانو سره په افغانستان کې خبرې پيل شي. جنرال ريچارډز بي بي سي ته وويل چې دا د هغه شخصي نظر دى، خو ددې هېڅ دليل نشته چې پر خبرو دې غور نه کېږي.

د برتانیا د پوځي مشر ویلي له طالبانو سره باید ډېر ژر د سولې خبرې پيل شي.

جنرال سر ډېوېډ ريچارډز وويل که خبرې کېږي هم، نو په لومړي پړاو کې به د درېيمگړي له لارې وي.

هغه وویل که خبرې کېږي، په لومړي پړاو کې به د درېیم ګړي له لارې وي.

همدا څو ورځې د مخه د برتانيا صدراعظم ډېوېډ کامران وويل، غواړي چې برتانوي ځواکونه په پنځو کلو کې له افغانستانه ووځي.

جنرال ريچارډز وویل له دې سره به اوسنۍ تګلاره پر مخ ځي يانې پوځي او پراختیايي چارې به هم دوام لري:

''که تاسو په تاریخ کې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته وګورﺉ، تل داسې وخت پکې راځي چې دواړه خواوې پکې له يو بل سره خبرې پيل کړي، چې ښايي په پيل کې د درېیم ګړي له لارې پيل شي، خو زه نه پوهېږم چې دا کار به کله پيلېږي. زما په شخصي نظر، چې په بشپړه توګه زما شخصي نظر دی، هېڅ داسې دلیل نشته، چې په نژدې راتلونکې کې پر دغو شان خبرو غور ونه کړو.''

Image caption ډېوېډ ريچارډز: ''تر ټولو مهمه دا ده چې افغان پوليس او ملي اردو تر هغه حده زيات شي چې په هېواد کې ثبات وساتي، او دغه پر ځان بسیا پوليس او وسله وال ځواکونه موږ ته دا اجازه راکړي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شو.''

ښاغلی ريچارډز زياتوي چې دا دواړه چارې بايد پر يوه وخت پرمخ بوتلل شي؛ دا ځکه چې دواړه په مساوي تګه مهمې دي.

د برتانیا د پوځ مشر سر ډېوېډ ريچارډز زیاته کړه چې زياتره افغانان نه غواړي چې طالبان بیا د افغانستان کنټرول ترلاسه کړي:

قانوني او اخلاقي مسؤولیت

''دا تل ډېره اسانه ده چې يو څوک دې اورپکی شي، خو دا زموږ لپاره ډېره ستونزمنه ده، موږ یو لوی قانوني او اخلاقي مسؤولیت لرو، چې يو ملکي وګړی هم رانه زيانمن نشي، خو مخالفین د دې خبرې پروا نه لري، ځکه غواړي چې د خلکو ترمنځ خپل اغېز زيات کړي او داسې څرګند کړي چې دا دي دوی د بایللو په حال کې دي، او اوس له افغانستانه ځان وباسي، کله کله زه فکر کوم چې دوی په دې چاره کې له موږ ښه دي، خو همدا تېره ورځ موږ له ګڼ شمېر افغان ملګرو سره پر یو لړ مهمو موضوعاتو وغږېدو، او هغوی وویل د افغانستان خلک نه غواړي چې طالبان يو ځل بيا واک ته ورسېږي.''

جنرال ريچارډزز وايي د پوځي عملیاتو تمرکز بايد پر دې وي چې افغان چارواکو ته د واک په خپل لاس کې اخيستو زمينه برابره شي او ثبات وساتي:

''تر ټولو مهمه دا ده چې افغان پوليس او ملي اردو تر هغه حده زيات شي چې په هېواد کې ثبات وساتي، او دغه پر ځان بسیا پوليس او وسله وال ځواکونه موږ ته دا اجازه راکړي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شو، لکه څرنګه چې لومړي وزير ډېوېډ کاميرن هم ټينګار کړی، چې له دوی سره د روزنې په برخه کې موافقه وکړو، او دا چاره به مو اوږدمهاله وي.''

ورته مطالب