لوی څارنوال: د امریکا سفیر زما په اداري چارو کې مداخله کوي

ښاغلی الکو
Image caption د افغانستان لوى څارنوال وايي د بانک کوم مرستيال چې د امريکا سفير يې د نيولو غوښتنه لري له ده سره هيڅ دوسيه نه لري او دى نشي کولاى چې د يوه بهرني ديپلومات په خبره څوک ونيسي.

د افغانستان لوى څارنوال وایي په کابل کې د امريکا سفير ورسره د ديپلوماتيکو اخلاقو خلاف خبرې کړي دي.

محمد اسحق الکو وايي دى د يوه خپلواک هيواد لوى څارنوال دى او دى او د ده اداره له کومو اسنادو او شواهدو پرته څوک نشي نيولاى.

د افغانستان لوى څارنوال وايي په کابل کې د امريکا سفير کارل ايکنبيري ورته په يوې گډې غونډه کې د خبرو پرمهال له خپلې دندې د گوښه کيدو وړانديز کړى دى.

لوى څارنوال محمد اسحق الکو په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل د امريکا سفير ورته ويلي چې د حج او اوقافو له مخکيني وزير صديق چکري سره د مرستې په تور د يوه بانک مرستيال ونيسي که نو له خپلې دندې دې استعفا ورکړي.

ښاغلى الکو د امريکا د سفير دغه څرگندونې د ډيپلوماتيکو اخلاقو خلاف خبرې بولي او وايي دى د يوه څارنوال په توگه له شواهدو پرته د چا د نيولو حق نه لري.

د افغانستان لوى څارنوال وايي د بانک کوم مرستيال چې د امريکا سفير يې د نيولو غوښتنه لري له ده سره هيڅ دوسيه نه لري او دى نشي کولاى چې د يوه بهرني ديپلومات په خبره څوک ونيسي.

ښاغلي الکو چې په يوې امريکايي ورځپاڼې کې يې پر خپل ځان د لگيدليو تورونو سپيناوى کاوه زياته کړه چې امريکا او برتانيا، له خپل لوري هم افغان حکومت ته په فساد د ککړو افغان چارواکو په سپارلو کې لازمه مرسته نه ده کړې.

Image caption ښاغلى الکو د امريکا د سفير دغه څرگندونې د ډيپلوماتيکو اخلاقو خلاف خبرې بولي او وايي دى د يوه څارنوال په توگه له شواهدو پرته د چا د نيولو حق نه لري.

هغه په برتانيا کې د افغانستان د حج او اوقافو مخکيني وزير صديق چکري او په امريکا د آريانا د افغان هوايي شرکت د پخواني مشر نادر آتش چې د ده په وينا دواړه په فساد تورن دي، د دوى له پرلپسې غوښتنو سره سره تر اوسه افغان حکومت ته نه دي سپارل شوي.

د افغانستان لوى څارنوال همدارنگه د لويديځو رسنيو او په ځانگړې توگه د امريکايي ورځپاڼې واشنگټن پست هغه ادعاوې رد کړې چې گواکې دى تر فشار لاندې دى او په فساد کې د ککړو لوړ پوړو چارواکو د دوسيو پلټنه نشي کولاى.

لوى څارنوال په لويديځو ورځپاڼو کې دا ادعاوې هم رد کړې چې گواکې ولسمشر د ده په چاروکې لاس وهنه کوي او صديق چکري د ده په لارښونې بريتانيا ته تللى دى.

د افغانستان لوى څارنوال له واشنگټن پست ورځپاڼې په دې اړه د شواهدو د وړاندې کولو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلى الکو وايي په فساد کې د تورنو يوشمير لوړو پوړو چاروکو دوسيې د تر څيړنو لاندې دي او دى په دې اړه يوازې د دغه هيواد ولسمشر، ملي شورا او خلکو ته د ځواب ويلو حق لري.

د لوى څارنوال د دغو څرگندونو په اړه په افغانستان کې د امريکا سفارت تر اوسه څه غبرگون نه دى ښوولى.

ورته مطالب