د کونړ په عملیاتو کې 'ولسي وګړي' وژل شوي

کونړ کې بهرني پوځيان
Image caption کونړ د افغانستان په ختيځ کې یو له نارامه ولایتونو دی، چې له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري.

د افغانستان په ختيځ ولایت کونړ کې چارواکو ویلي چې د طالبانو او بهرنیو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې لږترلږه درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ناټو يوه ویاند منلې چې بهرنیو ځواکونو د کونړ مرکز اسعد اباد ته څېرمه بمباري کړې، چې ولسي وګړي په دې بمبار کې وژل شوي.

له تېرو درو ورځو راهيسې په کونړ کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د کونړ له مرورې ولسوالۍ نه رپوټونه وايي له دغې سيمې هېڅوک نه شي وتلی، او عام خلک په خپلو کورونو کې کلابند پاتې دي.

که څه هم هلته جګړه روانه ده، خو د دقیقې مرګ ژوبلې خبرونه نه دي ورکړل شوي.

افغان چارواکو ویلي چې په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۶۰۰ افغان او بهرنيو ځواکونو ګډون کړی.

همدارنګه، طالبانو ویلي چې تر دې زيات جنګيالي يې هلته ورلېږلي دي.

وړمه ورځ په مروره کې یو افغان او دوه بهرني پوځيان وژل شوي ول، او شبږ نور افغان سرتېري ټپيان وو.

وړاندې په سیمه کې يوه افغان امنيتي چارواکي ادعا کړې وه، چې په دغو عملیاتو کې تر شپيتو وسله وال وژل شوی دي.

د اسعد اباد روغتون ډاکټران وايي چې دوی ته يوشمېر ټپي ولسي وګړي وروړل شوي، چې په مروره ولسوالۍ کې د تېرو درو ورځو د جګړې پرمهال ټپيان شوي دي.

ناټو ويلي چې په دغو عملیاتو کې درې ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خو له سیمې نه ځينې نور رپوټونه بیا د وژ شوو ولسي وګړو شمېر تر دې زيات ښيي.

دغه عملیات په مروره ولسوالۍ کې د ناټو يو لويې اډي ته څېرمه پيل شوي.

سيمه ييز خلک وايي چې د ناټو ځواکونه په اسانۍ سره هلته نه شي ګرځېدی او وخت ناوخت پرې طالبان بریدونه کوي.

کونړ د افغانستان په ختيځ کې یو له نارامه ولایتونو دی، چې تل ترې د تاوتريخوالي خبرونه ورکول کېږي.

له يوې خوا دغه ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري او له بل پلوه يې په غرنۍ سيمه کې وسله وال په اسانۍ سره پټېدای شي.

ورته مطالب