د جلال اباد پر هوايي ډګر په برید کې ۶ برید کوونکي ووژل شول

نننی برید
Image caption ناټو ځواکونو ویلي چې لومړی يوه ځانمرګي بريد کوونکي د اډې مخې ته له چاودونکو توکو خپل ډک ګاډی والوزاوه، بیا نورو جګړه پيل کړه.

نن سهار (د جون ۳۰مه/ د چنګاښ/سرطان نهمه) د ننګرهار په مرکز د جلال اباد پر هوايي ډګر وسله والو ډله يیز بريد وکړ.

د ننګرهار امنیتي چارواکو ويلي پر وسلو سنبالو کسانو او ځانمرګو بريد کوونکو نن سهار شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد پر هوايي اډې بريد وکړ، چې تر يوه ځانمرګي بريد وروسته وسله وال هوايي ډګر ته ننوتل.

سرچينه زياتوي چې درې ځانمرګي بريد کوونکي يې وژلي، خو طالبانو ويلي چې شبږ سره ورلېږل شوي بريد کوونکي وژل شوي.

رپوټونه وايي بريد کوونکو د هوايي ډګر له ختيځ لوري پر اډې بريد کړی.

ناټو ويلي چې لومړۍ يوه ځانمرګي بريد کوونکي د هوايي اډې مخې ته له چاودونکو توکو خپل ډک ګاډی وچووه، او بیا نښته پيل شوه.

د ناټو په وينا، د وسله والو او ناټو ځواکونو په مخامخ نښته کې درې ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي، او یو ایساف سرتېری ټپي دی.

Image caption ناټو وايي بريد کوونکو لومړی له چاودونکو توکو ډک ګاډی وچووه، بیا يې بريد پيل کړ.

په ننګرهار کې د بي بي سي خبريال وايي تر يوه نیم ساعت پورې نښته روانه وه، چې د سپکو او درنو اوازونه اورېدل کېدل.

خو وسله والو طالبانو ويلي چې د جلال اباد هوايي ډګر ته يې شپږ ځانمرګي بريد کوونکي ورلېږلي.

د طالبانو يوه وياند ذبیح الله مجاهد ويلي يوه بريد کوونکي خپل ځان الوزولي او نورو هوايي ډګر ته تر ننوتلو وروسته مقاومت کړی او وژل شوي .

طالب وياند د يو شمېر بهرنیو پوځيانو د وژل کېدو ادعا هم کړې، خو ناټو په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

وړاندې هم پر دغه اډه په ډله ييز ډول بريد شوی .

د روانې جون پر شپږمه هم په ننګرهار کې پر امریکايي ځواکونو ځانمرګی بريد شوی و، چې له امله يې تر لسو ډېر ولسي وګړي ټپيان شوي ول.

ورته مطالب