افغانستان کې د "بد اخلاقۍ" په تور ښځې زندان ته اچول شوې

ثریا
Image caption ثریا یوه له هغو ښځو ده، چې د بد اخلاقۍ په تور زندان ته اچول شوې ده.

د هغې سور پړونی او د ژاولو ژوول طریقې او د سترګو په چم اړولو داسې ښوده، چې ګني غواړي يوڅه په ډاګه کړي.

ومې پوښتله: "ولې دلته راوستل شوې یې؟ " له يوې بلې بندي شوې ښځې مې هم دا وپوښتل؟ "

" له زړه نازړه کېدو شېبه وروسته يې راته وویل: "بد اخلاقي "، بیا وموسکېده خو موسکا يې پر لوړه خندا واوښته، او ورسره ناستو ټولو وخندل،

ثریا ونه ویل چې "بد اخلاقي" يانې څه؟ خو داسې ښکارېده، چې په د زندان په دې خونه کې ټولې ښځې د "بد کرکټر" له امله بندي شوې دي،

د (بادام باغ) د ښځو زندان یادوم، چې په کابل کې د ښځو لومړی توقيف ځای دی،

له زده کړې بې برخې کېدل

په بادام باغ کې مې پر ۱۶ کلنې صابرې سترګې ولګېدې، چې ښکلی ژيړ بړونی يې پر سر و.

Image caption صابره (له ښۍ خوا) وروسته له هغه چې کور ته يې يو ځوان ورغی، ونيول شوه.

هغه له دې امله ډېره په غصه ښکارېده، چې ګني له ښوونځي او زده کې بې برخې شوه، هغې وويل : " د کوژدې موده مې رانژدې وه، مخکې له دې چې ځوان خپل مور او پلار جوړښت ته راولي، هغه (ځوان) په خپله زموږ کور ته راغی، خو زموږ کور ته نژدې يوې ښځې دواړه ولیدو او پوليس يې خبر کړل. "

پر صابره د درو کلونو بند حکم شوی، خو بیا وروسته يې سزا ۱۸ میاشتو ته راټيټه شوه.

خو عزیزه، چې له کوره د تېښتې په تور نيول شوې ده، وايي چې له پرې لګول شوي توره ان دوه مياشتې وړاندې سپينه وختله، خو لاهم د زندان په پنجرو کې پرته ده.

او ۱۹ کلنه مستوره بیا له يوه سړي سره د "زنا" په تور نيول شوې ده، هغه وايي " د درو میاشتو میندواره وم، مېړه مې راته وویل چې دا ماشوم زما نه دی، مور مې شکایت وکړ، خو حکومت لاهم په زندان کې ساتلې یم."

"زما جرم څه دی؟ "

د هغې د زندان په خونه کې له لسو کلونو پورته تر ۸۰ کلنو زنداني شوو ښځو پوې هم وې، چې تور ټيکري يې په سر کړي ول، چې د مستورې د کيسې پرمهال ټولې چوپې ناستې وې.

Image caption په بادام باغ ښځينه زندان کې ټول ټال شاوخوا ۱۴۷ ښځې او ماشومان پراته دي، چې دوه کاله مخکې د ښځو لپاره د ځانګړي زندان په توګه جوړ شو.

مستورې وويل "هروخت له ځانه سره دا سوچ کوم، چې څه به کېږي، زما جرم څه دی او تر کومه به په زندان کې یم؟

مستوره له ولسمشر کرزي غوښتنه لري چې ټولې نيول شوې ښځې باید له زندانه خوشې شي او خپلو کورونو ته ولېږل شي.

مستوره وايي چې پر نوي زيږېدلي ماشوم يې عزت الله نوم کښېښود، چې وښيي هغه عزتمنده ده، او کوم جرم نه لري.

د مستورې د زوی سربېره د بادام باغ په زندان کې تر ۴۰ نور ماشومان هم له خپلو میندو سره دي.

دوی پر نريو پلاستيکي څوکيو ناست دي او د نانڅکو په يوې ډکې خونې کې تلوېزيون ګوري.

کله چې دې خونې ته سړی ننوځي، داسې فکر کوي چې ښايي د کوم "وړکتون" کوټه به وي.

د زندان چارواکي وايي کله چې دغه ماشومان پنځه کلنۍ ته ورسېږي، بهر ښوونځي ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

په بادام باغ ښځينه زندان کې ټول ټال شاوخوا ۱۴۷ ښځې او ماشومان پراته دي، چې دوه کاله مخکې د ښځو لپاره د ځانګړي زندان په توګه جوړ شو.

Image caption د بادام باغ د زندان مشره زرفشانه وايي که چېرې د دغو ښځو دوسیې وڅېړل شي، ښايي په سلو کې نيمې هم دلته پاتې نشي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو لخوا په يوه جوړ شي ورکشاپ کې د ښځو چارو وزارت يوه چارواکي – چې د نامه له اخیستو يې ډډه کړې- ويلي چې له ۴۷۶ هغو ښځو چې په افغاني زندانونو کې پرتې دي، د " اخلاقي جرمونو " په تور نيول شوې دي.

په دغو جرمونو کې له کوره د تېښتې، د کورنۍ له موافقې پرته له کوژدې انکار کول، او "زنا" هم راځي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون یوه غړي نادر نادري وايي "زیاتره وخت ښځې هغه وخت له کوره تېښتې ته زړه ښه کوي، چې په کور کې له تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخامخ وي، همدا لامل دی، چې بیا نيول کېږي او د اوږدې مودې لپاره په زندان کې ساتل کېږي. "

د بادام باغ د ښځينه زندان مشره زرفشنه وايي : "د افغان ښځو د ژوند په اړه ښه پوهېږم. که د دغو ښځو دوسيې وڅېړل شي، فکر نه کوم چې پنځوس په سلو کې به دوی دلته پاتې شي، خو له دې امله دلته دي چې په خپلو کورنیو کې شخصي ستونزې لري. "