'له افغانستان سره د شوو مرستو ډېره برخه بهرنیانو ایستلې'

ښاغلی زاخیلوال
Image caption ښاغلي زاخيلوال وويل چې په تيرو دريو کلونو کې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې نژدې شل ميليارده ډالر لگولي دي،چې يوازې يو ميليارد ډالر يې افغان حکومت لگولي دي .

افغان حکومت د بهرنيو رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې گواکې افغان چارواکو په ميلياردونو ډالر له دغه هېواده بهر ته لېږدولي دي.

د افغانستان د ماليې وزارت وويل چې ددوى د معلوماتو له مخه د تېرو دريو کلونو په ترڅ کې تر څلور ميلياردو ډېير ډالر يوازې د کابل هوايي ډگر له لارې بهر ته ليږدول شوي دي.

د ماليې وزير مرستندوى هېوادونه په دې تورن کړل چې گواکې د مرسته شويو مرستو يوه غوښنه برخه يې د قراردادي کمپنيو له لارې بهر ته لېږدولې ده.

د افغانستان د ماليې وزارت وايي دا خبره په پيل کې خپله افغان حکومت راپورته کړه، چې ميلياردونه مرسته شوې پيسې بيرته له افغانستانه ايستل شوي دي، وايي داسې نه ده چې داريښتينولي دې بل چا موندلې وي.

په همدې تړاو د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال وويل ددوى خپلې موندنې ښيي چې په تيرو دريو کلونو کې يوازې د کابل هوايي ډگر له لارې څه دپاسه څلور ميليارده ډالر بهرنيو هيوادونو ته ليږدول شوی دي، وايي که نورې لارې هم په پام کې ونيسو نو شونې ده چې د ايستل شويو پيسو کچه تر دې هم لوړه شي.

'دا خو شونې نه ده'

ښاغلي زاخيلوال وويل چې د بهرنيو مرستو يوازې يو ميليارد ډالر د افغان حکومت له لارې لگيدلي دي،نو څنگه به شونې وي چې افغان چارواکي دي تر څلورو ميلياردو ډير ډالر غلا او بهر ته وليږدوي:

''که هغه پيسې يو ميليارد ډالر وي چې افغانستان ته په واک کې ورکړل شوي دي، او ليږدول شوې پيسې تر څلور ميلياردو ډيرې وي،ښايي پنځه ميليارده وي،شپږ ميليارده وي، څنگه کيدى شي چې دا پيسې دې افغان حکومت له بهرنيو مرستو نه پټې کړې وي. دا خو شونې نه ده.''

ښاغلي زاخيلوال وويل چې په تيرو دريو کلونو کې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې نژدې شل ميليارده ډالر لگولي دي،چې يوازې يو ميليارد ډالر يې افغان حکومت لگولي دي .

نوموړي وويل موږ تيار يو چې ددغو يو ميليارد ډالرو حساب کتاب نړيوالو ته ورکړي خو وايي نړيوال دى هم موږ ته د هغو ميلياردونو ډالرو حساب راکړي چې په دغه هيواد کې يې لگولي دي.

د امريکې د گانگرس استازې نيتا لواى ويلي دي تر هغې به له افغانستان سره يوه پيسه مرسته هم ونکړي، تر کومه چې دا ډاډ تر لاسه نه کړي، چې دا پيسې د افغان حکومت ددرغلو چارواکو، جنگ سالارانو، ترهگرو او د نشيي توکيود قاچاق وړونکو جيبونو ته نه لوېږي.

ښاغلي زاخيلوال دغو خبرو ته د غبرگون پر مهال وويل دا نړيوال تړون کونکي دي چې دغه پيسې يې بهر ته ليږدولې دي.

نوموړي د متحدو ايالتونو له کانگرسه غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره په گډه ددغو ليږدول شويو پيسو د سرچينو د موندلو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي زاخيلوال وويل دا چې ډيرې مرستې د بهرنيو له خوا په افغانستان کې لگول کيږي دې چارې فساد او درغليو ته لارې پرانستې دي.

ورته مطالب