افغانستان: دکان کيندنې لپاره نوې تګلاره جوړېږي

ښاغلی شهراني
Image caption د کانونو د کيندنې په تګلاره کې به هم دخلکو او هم د حکومت ګټې په پام کې ونيول شي.

د افغانستان په ځينو ولايتونو کې ځينې خلک په غير فني ډول د بېل ، کولنگ او باروتو په زور د ارزښتناکو او نيمه ارزښتناکو کاڼو د کانونو سينې څېري،او دغه کاڼي راوباسي.

داسې ويل کېږي چې دا چاره کاڼي ماتوي او کانونو ته هم پراخ زيانونه اړوي.

د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني وايي اوس يې د يوې داسې تگلارې په جوړولو کار پيل کړى چې له مخې به يې ددغو کان د کيندونکو وړتياوې لوړې شي.

هغه زياته کړه چې په دې سره به د حکومت او خلکو د گټو تر منځ يو انډول هم رامنځ ته شي: ((موږ چې د تگلارې اډانه جوړوو،د خلکو گډون په پام کې نيسو،ځکه چې دا د سميزو خلکو لپاره د کارموندنې يوه ارزښتناکه وسيله ده.

په دې ترڅ کې خلکو ته اسانتياوې ورکوو،وړتياوې يې لوړو او تخنيکي مرستې ور سره کوو.

دا ددې لپاره چې د کاڼو د را ايستنې په برخه کې فني معيارونه په پام کې ونيسي. بله دا چې د حکومت عوايد نيغ په نيغه بانک ته ولاړ شي. په دې توگه به سميزو خلکو ته کاري فرصتونه پيدا شي، ددولت عوايد به هم څرگند شي،او فني معيارونه به هم په پام کې ونيول شي.))

ښاغلي شهراني وويل دامهال دغه کاڼي تر ډېره گاونډي هېواد پاکستان ته لېږدول کېږي.

دده په وينا د افغانستان په اقتصاد کې ددغو کاڼو د گټې ونډه لسو ميلونو ډالرو ته رسېږي خو پاکستان کې يې گټه څه دپاسه يو ميليارد ډالرو ته رسېږي:

(( خبره داده چې د نورستان،کونړ،پنجشير او بدخشان په ځينو سيمو کې کوم کار روان دى دا کار له دېرشو کلونو راهيسې روان دى. تر اوسه چې کره شوې ده د افغانستان په سلو کې نوي ارزښتناک او نيمه ارزښتناک کاڼې په همدغو ولايتونو کې دي.

په يوه کال کې د افغانستان په اقتصاد کې ددې ونډه لس ميلونو ډالرو ته رسېږي. په دې حالت کې دا ټول کاڼې پاکستان ته قاچاق کېږي چې هلته يې بيه په يوه کال کې يو اعشاريه دريو ميلياردو ډالرو ته رسېږي.))

ښاغلي شهراني دا هم وويل چې په پاکستان کې شاوخوا ٣٤ زره کسان ددغو ارزښتناکو او نيمه ارزښتناکو ډبرو په کاروبار بوخت دي.

ښاغلي شهراني زياته کړه د نوې تگلارې په پلي کېدو سره به افغانستان د راتلونکو دوو کلونو په موده کې د يادو شويو کاڼو د صادراتو له کبله په کال کې له درې سوو ميلونو ډالرو څخه واخله تر پنځو سوو ميلونو ډالرو پورې گټه تر لاسه کوي.

ټاکل شوې ده چې په نژدې يوه مياشت کې دغه تگلاره جوړه او د تصويب لپاره د افغانستان د وزيرانو شورا ته وړاندې شي.