طالبان: بهرنيان غواړي خو موږ روغه جوړه نه کوو

Image caption طالبان وايي دوی اوس ډاډه دي چې جګړه به ګټي نو ځله روغه جوړه نه کوي.

طالبان وايي له دې سره سره چې امريکايي او بريتايايي جنرال له دوی سره خبرې غواړي خو له افغان حکومت او په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو سره خبرو ته لېوالتيا نه لري.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د يوه بل کس په واسطه بي بي سي ته وويل چې دوی په جګړه کې برلاسي دي او پر ګټلو يې ډاډه دي.

دی وايي طالبان هغو نښو نښانو نور هم زړه ور کړي چې امريکا او د ټلوالې ملګري يې له افغانستان څخه د وتو خبرې کوي.

د بي بي سي د نړيوالو چارو ايډيټر وايي دا ډول څرګندونې ښايي تبليغاتي بڼه ولري، خو زيات افغانان په دې فکر دي چې بهرني ځواکونه وارخطا دي او جګړه بايلي.

وړمه ورځ په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي نومول شوي قوماندان جنرال ډېوېډ پټريس په راتلونکو څو مياشتو کې په دغه هېواد کې د سخت تاوتريخوالي خبرداری ورکړ.

جنرال پټريس د امريکا سناته د وينا پر مهال د يوې پوښتنې د ځواب په ترڅ کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د روغې جوړې لپاره محتاطانه خوشبيني وښوده .

هغه وويل: (( که دغسې يوه موافقه شونې وي نو زه فکر کوم چې دغې موافقې ته رسېدل څو فکټورونه غواړي چې هغه به د دوبي په اوږدو کې وکتل شي .

د بېلګې په ډول طالبانو ته دا احساس پيدا کېدل چې د جګړې په ډګر کې به ماتې خوري او د نورو لارو چارو لټه به کوي.

موږ وار له مخې ليدلي چې د منځنۍ او ټيټې کچې طالب مشرانو د سولې غږ پورته کړی خو دا چې جګپوړي طالبان به هغو روښانه شرطونو ته چې افغان حکومت ورته ايښي غاړه کېږدي او کنه دا اوس هم يوه پوښتنه ده. ))

افغان حکومت هم په وار وار ويلي چې له طالبانو سره روغه جوړه غواړي خو هر ځلي طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده .

طالبان وايي تر هغه مهاله روغې جوړې ته نه دي چمتو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي.