کندوز: د جمعې د ورځې په بريد کې 3 بهرنيا وژل شوي

ښاغلی کرزی
Image caption ولسمشر کرزي اړوندو ادارو ته د کندوز د بريد په تړاو د پلټنو حکم کړی دی.

ولسمشر حامدکرزي په کندوز کې د يوې بهرنۍ موسسې پر دفتر د جمعې د ورځې بريد غندلی دی .

د ولسمشر له دفتر يوه خپره شوې ويناپاڼه کاږي چې پر دغه دفتر شپږو بريدګرو يرغلی کړی و چې درې نړيوال مرستندويان يې وژلي او شل تنه نور يې ټپيان کړي دي .

په ويناپاڼه کې ويل شوي د بريد موخه په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او بيارغونې پر وړاندې خنډ جوړول و.

ويناپاڼې بريد د بهرنيو مزدورانو کار بللی چې وايي نه غواړي افغانان ارام ژوند وکړي.

ولسمشر اړوندو ادارو ته حکم کړی چې په دې اړه پلټنې وکړي او عاملين يې قانون ته وسپاري .

د بريد څرنګوالی

د جمعې پر سهار له بريده وروسته افغان چارواکو وويل په کندوز کې د يوې بهرنۍ موسسې پر دفتر د وسلوالو طالبانو په بريد کې دوه بهرنيان، يو پوليس او شپږ بريدګر وژل شوي دي .

د کندوز امنيه قوماندان عبدالرزاق يعقوبي وويل بريد په ځايي وخت د سهار شاوخوا درې بجې و شو او بيا تر نهو بجو جګړه روانه وه .

دده په وينا په جګړه کې دد فتر درې ساتونکي او يو پوليس ټپيان شوي هم دي . خو عيني شاهدان د ټپيان شمېره شاوخوا لس تنه بولي .

په کندوز کې د ولايتي بيارغونې ډله هم وايي چې د دوی روغتون ته ، اته ټپيان ور وړل شوي چې د دفتر ساتونکي، پوليس او عام خلک دي.

امنيه قوماندان وويل بريد د امريکا د پرمختيايي ادارې د يوې څانګې DAI پر سيمه ييز دفتر شوی دی .

دده په وينا لومړی يو ځانمرګی بريدشوی او وروسته بيا وسلواله نښته پيل شوې ده .

ښاغلي يعقوبي وويل چې په دفتر کې د يوې مېرمنې په ګډون پېنځه بهرنيان ژوندي پاتې دي خو ده نه د وژل شويو او نه ژوندو بهرنيانوهويت څرګند کړ.