په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

شهراني: نور به دکانونو تړونه شفاف وي

د افغانستان د کانونو وزارت وايي په راتلونکي کې به د کانونو هر ډول تړونونه په شفاف ډول کېږي او داسې به پلانېږي چې د هماغو کانونو د سيمې خلکو ته ېې هم ډېر گټه ورسېږي.

د کانونو وزير وايي چې د شفافيت د باوري کولو لپاره به ټول کانونه داو طلبۍ ته وړاندې کېږي.

وزير وحيد الله شهراني د لندن د سفر پر مهال له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې وويل د لندن تر کنفرانس وروسته به په سټمبر کې په امريکا کې هم ورته کنفرانس جوړوي، چې وکولای شي د شتمنو پانگې راجلب کړي.

افغان حکومت د افغانستان کانونو ته د پانگو د راماتولو هڅه ، د سلگونو ميلياردو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د ډول ډول کانونو د شتوالي په اړه د امريکا د ځمکپېژندنې د ادارې تر اعلان وروسته کوي .

ځمکپېژندونکي وايي په دغو زېرمو کې د اوسپنې، مسو، ليتيم، سرو زرو او کوبالت کانونه او دتيلو او گازو زيرمې شاملې دي چې د افغانستان په سوېل، مرکز، شمال، لوېديځ او شمال ختيځ کې خپاره دي .

له ښاغلي شهراني سره د هغه د لندن د سفر پر مهال د بي بي سي په لندن سټوډيو کې عنايت الحق ياسيني مرکه کړه ده او له هغه سره د کانونو اړوندو ټولو مسايلو په اړه خبرې کړې دي چې تاسې دلته اورېدلای شیء.