جاپاني پلاوى له افغانستان سره خپلې مرستې ارزوي

جاپان
Image caption جاپان په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره له دوو ميلياردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

د جاپان يو پلاوى کابل ته تللى چې له افغانستان سره د خپل هيواد د مرستو د څرنگوالي په اړه له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

دغۀ پلاوي نن(شنبې د جولاى درې) په کابل کې له افغان چارواکو سره خپلې ناستې پيل کړې.

د افغانستان د ماليي وزارت وايي افغان سکتوري وزارتونه به د جاپان د مرستو جلبولو په موخه ياد شوي پلاوي ته خپل پروگرامونه وړاندې کړي.

د نوموړي وزارت مرستيال مصطفى مستور له جاپاني پلاوي سره کتنې اغېزناکې وبللې او غوښتنه يې وکړه چې جاپان خپلې مرستې پر بنسټيزو پرژو ولگوي:

((دا د مذاکراتو شپږم پړاوو دى،موږ له هغوى سره هرکال دا ډول ليده کاته لرو. د دغو خبرو اترو موخه د جاپان له لورې له افغانستان سره د شوىو او ممکنه مرستو ارزول دي. موږ هغوى ته خپل پروگرامونه مخې ته کوو، هغوى د دغو پروگرامونو په اړه خپلې پوښتنې مطرح کوي او بيا پروگرامونو ته په کتو خپلې مرستې برابروي. د افغان حکومت غوښتنه دا ده چې جاپان خپلې مرستې په بنسټيزو پروژو ولگوي چې د اقتصادي غوړيدا او فقر په له منځه وړلو کې مهم اغيز لري.))

جاپان له افغانستان سره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پنځو ميلياردو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. په پام کې ده چې دغه مرستې د پوهنې، امنيت، له طالبانو سره د خبرو اترو او يو لړ اقتصادي برخو کې ولگول شي.

د دغو مرستو پنځه سوه مېليونه ډالره تېره مياشت په کابل کې ملگرو ملتونو ته وسپارل شول. د جاپان د مرستو او همکارۍ د برخې مشر سدو شيما هيله وښوده چې د دوى مرستې د افغانانو د اړتياوو د پوره کولو په برخه کې ولگول شي:

((موږ غواړو له تاسو سره ښې خبرې ولرو، هغسې چې مو په توکيو کې درلودې.هيله من يو پر داسې يوې تگلارې سلا شو چې پرمټ يې پنځه مېليارده ډالره کيدونکې مرستې په سم ډول ولگول شي.))

له تېرو نژدې نهو کلونو راپدېخوا جاپان له افغانستان سره له دوو مېلياردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

ورته مطالب