د کابل کنفرانس او د چاپېريال ساتنې ادارې غوښتنې

د خښتو يوه بټۍ
Image caption د افغانستان په ښارونو کې د خلکو د ډېرښت او د ټرافيک د ګڼې ګوڼې له امله او په لري پرتو سيمو او غرونو کې د ځنګلونو او وښو د نشتوالي له امله چاپېريال له سختو ننګونو سره مخامخ دی.

د جګړه ځپلي افغانستان چاپېريال دا مهال له ډول ډول ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی .

وحشي ژوي او حيوانات يې د وچکالي او وښو د نشتوالي له امله مرګ ګواښي او ځنګلونه يې لا هم د خلکو له لوري غوڅېږي .

پر دې سربېره په ښارونو کې د نفوسو ډېروالی او د ټرافيکو بې کنټروله ګڼه ګوڼې د دغه هېواد دښارونو چاپېريال ډېر خراب کړی دی.

د افغانستان د چاپېريال ساتنې اداره وايي چې د هېواد د چاپېريال خراب حالت يې نه دی هېر کړی او د کابل کنفرانس لپاره يې په دې اړه دوه پروژې چمتو کړي دی.

ددغې ادارې مرستيال عباس بصير وايي يوه پروژه د کابل ښار د پاکوالي او بله هغه د چاپېريال له بدلونونو سره د افغانستان د ځان سمولو په اړه ده:

(( د چاپېريال ساتنې ملي اداره د کابل کنفرانس ته دوه پروژې وړاندې کوي چې يوه پروژه دکابل د هوا د ککړتيا د راکمولو په اړه ده چې تر شپېته ميليونه ډ‌الره ډېرې پيسې پرې لګېږي.

او دويمه پروژه د چاپېريال له بدلون سره د ځان برابرول دي ، زموږ هېواد دې ته اړتيا لري چې د چاپېريال له اوسنيو شرايطو سره ځان برابر کړي .

نو له همدې امله موږ اړ يو چې د چاپېريال پايلو ته پام وکړو او له همدې موږ بايد هېواد چمتو کړو چې د چاپېريال د بدلون له پايلو سره ځان برابر کړي. ))

اوس مهمه خبره دا ده چې د چاپېريال ساتنې د ادارې لومړۍ پروژه يوازې دکابل لپاره ده او د دويمې هغې يې معلومه نه ده چې څو پيسې پرې لګېږي او يا يې د پلي کولو مکانيز څنګه دی.

د چاپېريال ساتنې د ادارې له معلوماتو سره سم په لومړۍ پروژه کې به د ښار واټونه او خامې کوڅې پخې کړي چې د ددوړو مخه و نيول شي .

د ښار خاورې خځلې به ټولې کړي او د ښار په څنډو کې به داسې ماشينونه ولګوي چې هغه ګاډي له نورو بېل کړي چې د ښار هوا ککړوي.

کابل ښار والۍ لا له وړاندې د کابل ښار پر يو شمېر سړکونو کار پيل کړی دی او ويلي يې دي چې تر کابل کنفرانسه پورې به د دغه ښار تر نيمايي زيات سړکونه پاخه شي.

د چاپيريال ساتنې پر ادارې نقد کوونکي وايي پام يې تر ډيره کابل ته دى او د هيواد په کچه لويې او مهمې پروژې يې له پامه غورځولي دي .

د کابل په کنفرانس کې نړيوالو مرستندويانو ته د چاپيريال ساتنې د ادارې له لورې که نورې پروژې او غوښتنې نه وي نو پر دوى د نيوکو لړۍ ښايي لا زور واخلي .