د وېش -چمن ګمرک په عصري ډول جوړېږي

Image caption د وېش چمن دروازه د افغانستان د مهمو ګمرکونو له ډلې څخه ده .

له ډېره وخته داسې ادعاوې دي چې د افغانستان په ګمرکونو کې فساد دی او دولتي عوايد ورکېږي .

په دغې ډله کې يو هم د وېش- چمن ګمرک دی چې له ګاونډي پاکستان سره د دريو دروازو تر ټولو مهمه هغه بلل کېږي .

پر دغې لارې دا مهال پر ملکي سوداګريزو ګاډو سربېره هره اونۍ د نړيوالو ځواکونو تر يو نيم زر زيات ترانسپورټي ګاډي افغانستان ته راننوزي.

که څه هم تر دې مهال ددغه ګمرک د عايداتو په اړه کره شمېرې نشته خو ويل کېږي چې دا د هېواد د هغو ګمرکونو په ډله کې دی چې ډېر عايدات لري .

دا مهال په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه وايي د ګمرکي عايداتو د ساتنې او دغلته د اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه يې يو لړ پرمختيايي چارې پيل کړې دي .

د دوی په وينا په دې لړ کې به دغلته د ګاډو د اوښتو را اوښتو لپاره يوه لويه دروازه جوړوي او دروزاې ته څېرمه به د ګاډو د درولو پارکينګ.

دغه راز دوی وايي د فساد د مخنيوي لپاره يې د وېش چمن د ګمرک مامورينو ته روزونکي ګمارلي چې د ګمرک د پيسو په راغونډولو کې له مامورينو سره مرسته وکړي.

د افغانستان ډېر ګمرکونه لا هم په دوديزو وسايلو خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بيا يي خو د وېش چمن د ګمرک لپاره نوی اوتومات سيسټم جوړېږي.

نړيوالو ځواکونو که څه هم ددغه سيسټم مالي ارزښت نه دی روښانه کړی وايي خو وايي دا د نړيوال بانک په مرسته جوړېږي چې ورسره به د ګمرک حسابي چارې ګړندې او د فساد شونتياوې راکمې شي .

نړيوال ځواکونه وايي د وېش چمن پر پوله به پرمختيايي چارې ددغه کال تر وروستيو روانې وي.