ايساف: هلمند کې مو شپږ ټنه نشه يي توکي نيولي

افغان پوځ
Image caption ايساف وايي د افغان سرتيرو په ملگرتيا يې مخدره توکي نيولي دي

په افغانستان کې میشت سوله ساتي ځواکونه آیساف که څه هم دا نه په ډاګه کوي چې په دغو نشه یي توکو کې څه شامل دي، خو وایي چې دا په دې وروستیو کې تر ټولو ډیر نشه یي توکي دي چې دغو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

آیساف وایي دغه نشه یي توکي یې په سویلي ولایت هلمند کې له افغان ځواکونو سره د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

له بي بي سي سره په خبرو کې ايساف دا ونه ويل چې دومره ډير نشه يي توکي يې پر يو ځاى نيولي دي که څرنگه .

دوى دا هم جوته نه کړه چې نيول شوي کسان څوک دي خو د آیساف ځواکونو یو ویاند ډګرمن ټوډ ویشن ادعا کوي چې نشه یي توکي د طالبانو د تمویل مهمه سرچینه ده. (د طالبانو او په افغانستان کې د نشه یي توکو ترمڼح روښانه اړیکه شته. د نشه یي توکو تولید او قاچاق د اورپکو د تمویل مهمه برخه جوړوي. په افغانستان کې د اورپکو او د نشه یي توکو د کړیو ترمنځ اړیکه څرګنده ده.)

نا رامه سویلی ولایت هلمند ته په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید له اړخه د یوه مهم مرکز په سترګه کتل کیږي.

که څه هم په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو او افغان سرتيرو په گډو عملياتو کې څو ځلي نشه يي توکي نيول شوي دي خو پخوا پر ايساف ځواکونو نيوکه کيده چې د مخدره توکو د قاچاق په مخنيوي کې يې ډير څه نه دي کړي .

افغان چارواکي وایي چې له نشه یي توکو سره يې مبارزه ګړندۍ کړې او په دې برخه کې ځینې لاسته راوړنې هم لري، خو نقد کوونکي وايي چې لا هم تر نيول شويو توکو هغه ډير دي چې له بيلا بيلو لارو بهرنيو هيوادونو ته قاچاقيږي .

ورته مطالب