افغانستان کې څلور بهرني پوځيان ووژل شول

ناټو وايي د افغانستان په جنوب او ختيځ کې يې درې پوځيان وژل شوي.

Image caption يوازې په تېر جون میاشت کې ۱۰۲ بهرني پوځيان ووژل شول.

د ناټو يوه خپره شوې ويناپاڼه وايي چې درېواړه پوځيان د افغانستان په جنوب او يو په ختيځ کې د سړک غاړې په بمي چاودنو کې وژل شوي.

په خبرپاڼه کې د وژل شوو هویت نه دی ښودل شوی.

خو په جنوب کې زياتره امريکايي، برتانوي او کاناډايي سرتېري مېشت دي

له دغو وژل شوو عسکرو سره په روان ۲۰۱۰ کال کې د بهرنیو وژل شوو سرتېرو شمېر ۳۳۴ ته ورسېد.

تېره (جون) میاشت په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ وه.

يوازې په تېر جون میاشت کې افغانستان کې ۱۰۲ پوځيان ووژل شول.

دا پوځيان څور ورځې وروسته له هغه ووژل شول، چې په افغانستان کې د نړیوالو او امريکايي ځواکونو مشري امريکايي جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ته ورکړل شوه.

ورته مطالب