د ولسي جرګې ځينې کانديدان له وروستي لېسته وایستل شول

.
Image caption که د کمپاين په ترڅ کې هر کانديد د قانون خلاف سرغړونه وکړه او يا ثابته شوه چې په غير مسؤولو وسله والو ډلو پورې تړلى د کانديدېدا حق ځينې اخيستى شي.

په کابل د انتخاباتو د شکايتونو د اورېدا کميسيون بي بي سي ته ويلي چې د ولسي جرگې يو شمېر کانديدان له غير مسؤولو وسله والو ډلو سره د تړاو په تور د کانديدانو له وروستي لسته بهر کړي دي.

دغه کميسيون به څو ساعتونو وروسته خپله پرېکړه رسماً اعلان کړي.

دوى وايي دا پرېکړه وروستۍ ده او تورن کسان په انتخاباتو کې برخه نه شي اخيستلى.

د ټاکنو لپاره تر رسمي کمپاين وړاندې هم څه باندې لس تنه په ورته تورونو له کانديدېدو محروم شول.

په افغانستان کې د ولسي جرگې د کانديدانو د کمپاين له پيل نژدې دوه اوونۍ وروسته له لسته د يو شمېر نورو کانديدانو د ليرې کولو پرېکړه کېږي.

د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو او ارزونې کميسيون غړي او وياند احمد ضياء رفعت بي بي سي ته وويل ثابته شوې چې دغه کسان په غير مسؤولو وسله والو ډلو کې شامل وو .

''د هغو کسانو شمېره چې له لسته به حذف شي، کېداى شي تر ۳۰ زيات وي. په دې کې هغه کانديدان شامل دي چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا په دې برخه کې ځانگړې شوي کميسيون له خوا په گوته شوي چې په غير مسؤولو وسله والو ډلو کې شامل پېژندل شوي. د همدې لپاره د ټاکنو د شکايتونو کميسيون د ټاکنو د قانون د ١٢ مادې د ٧ فقرې پر اساس دوى د کانديدانو له نوم لړه ليرې کوي.''

Image caption ښاغلى رفعت وايي که د کمپاين په ترڅ کې هر کانديد د قانون خلاف سرغړونه وکړه او يا ثابته شوه چې په غير مسؤولو وسله والو ډلو پورې تړلى د کانديدېدا حق ځينې اخيستى شي.

ښاغلي رفعت د اوس لپاره د دغو کانديدانو د هويت په اړه نور جزييات ورنه کړل، خو په ډاگه يې کړه چې په څو ساعتونو کې به د ټاکنو کميسيون ته د دغو کسانو نومونه واستوي چې اعلانول يې د هغوى کار دى

د ښاغلي رفعت ټينگاردا دى چې پردغو کسانو موثق اسناد را غونډ شوي او نور د ده په خبره د کمپاين او بيا شکايت کولو حق نه لري:

''دغه کميسون واک لري چې د ټاکنو تر ورځې پورې د کانديدانو په اړه شکايتونه واوري او هغه و ارزوي.''

ښاغلى رفعت وايي که د کمپاين په ترڅ کې هر کانديد د قانون خلاف سرغړونه وکړه او يا ثابته شوه چې په غير مسؤولو وسله والو ډلو پورې تړلى د کانديدېدا حق ځينې اخيستى شي.

د شکايتونو د اورېدو کميسيون وايي د کمپاين له پيل راهيسې د بېلابېلو کانديدانو او د ځينو نورو د پلويانو له خوا ورته تر ٥٠ پورې شکايتونه ور رسېدلي، چې ډېر يې د يوه کانديد د پلويانو له خوا د بل کانديد د تصويرونو څېرل، د ځينو نوماندانو تهديدېدل، د سپکاوي او افترا په اړه سر ټکونې پکې شاملې دي.

ورته مطالب