برتانیا د هلمند د 'سنګين' امنیت امریکا ته سپاري

برتانوي پوځيان په سنګین کې
Image caption دا مهال برتانیا په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري، چې زياتره يې په سوېلي ولایت هلمند کې مېشت دي.

بي بي سي ته خبر رارسېدلی چې برتانوي ځواکونه به د سوېلي ولایت هلمند د سنګين ولسوالۍ امنیت امريکايي ځواکونو ته وسپاري.

په دې تړاو ټاکل شوې، چې نن (چهارشنبه، د جولای اوومه) به د برتانیا دفاع وزیر لیام فاکس پارلمان ته په خپله وینا کې امریکايي ځواکونو ته د سنګین ولسوالۍ د امنیت سپارلو خبره اعلان کړي.

په تېره جون میاشت کې برتانوي ځواکونو په هلمند کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) مشري يوه امريکايي جنرال ريچرډ ميلز ته وسپارله.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير يو وار بيا يادونه کړې چې په افغانستان کې به يې ځواکونه تر ٢٠١٥ کال وروسته نه وي.

دا خبره په داسې وخت کې شوې چې يو بل برتانوى سرتېرى په افغانستان کې وژل شوى دى.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير يو وار بيا يادونه کړې چې په افغانستان کې به يې ځواکونه تر ٢٠١٥ کال وروسته نه وي .

ده تمه وښووله چې تر دغې نيټې افغان ځواکونه د خپل هيواد د امنيت خوندي کولو جوگه شي .

تر ده وړاندې د برتانيا لومړي وزير هم تر را تلونکو ٥ کلونود خپلو سر تيرو د وتلو يادونه کړې وه خو د دغه هيواد د دفاع وزير ټينگار داوچې برتانوي ځواکونه بايد په افغانستان کې د خپل ماموريت له پاى ته رسېدو مخکې دغه هيواد خوشي نه کړي .

Image caption تېره مياشت د نړيوالو ځواکونو لپاره په نهو کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه چې ١٠٣ سرتېري يې پکې ووژل شول چې تر نيمايي ډېر يې امريکايا ن وو.

دا خبره په داسې وخت کې شوې چې يو بل برتانوى سرتېرى په افغانستان کې وژل شوى دى.

له ٢٠٠١ کال راهيسته تر اوسه په افغانستان کې ٣١٢ برتانوي عسکر وژل شوي او په هغه هېواد کې ورو ورو دا بحث تودېږي چې سرتېري دې يې بېرته ستانۀ شي.

په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو لخوا په خپره شوې اعلاميه کې د ٣ نړيوالو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى .

د دوى هېواد نه دى ښوول شوى خو خبرپاڼه وايي چې د افغانستان په سويل او ختيځ کې د سړک د غاړې ماينونو دغه نړيوال سرتېري ووژل.

تېره مياشت د نړيوالو ځواکونو لپاره په نهو کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه چې ١٠٣ سرتېري يې پکې ووژل شول چې تر نيمايي ډېر يې امريکايا ن وو.

دغې موضوع ته په کتو سره په برتانيا کې اوس له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ايستلو پر موضوع بحثونه تاوده شوي دي.

په کابل کې افغان چارواکي بيا وايي چې د بهرنيو سرتېرو د ايستلو لپاره بايد شرطونو ته پام وشي، مهال وېشونه به د دوى په وينا د غليم مورال لوړ کړي.

ورته مطالب