اصالت ټولنه: په افغانستان کې فساد مخ پر ډېرېدو دی

Image caption ښاغلی کرزي څو مياشتې مخکې په کابل کې د فساد ضد کنفرانس ته په وينا کې ژمنه وکړه چې په هېواد کې به فساد له منځه وړي.

په افغانستان کې د اصالت په نامه د يوې ناحکومتي ټولنې وروستۍ ارزونه ښيي چې په 2009 کال کې د هرو اوو افغانانو له ډلې ، يو تن د خپلو کارونو د خلاصولو لپاره په حکومتي ادارو کې رشوت ورکولو ته اړ شوی دی .

د فساد په اړه ددغې ټولنې په نوې ارزونه کې ويل شوي چې په افغانستان کې د تېرو دوو کلونو په پرتله سږ کال د فساد کچه دوه برابره لوړه شوې ده.

د اصالت ټولنې مشر يما ترابي وايي په 2009 کال کې په افغانستان کې د وړو رشوتونو د ورکولو کچه شاوخوا يو ميليار ډالرو ته رسېږي چې د ده په وينا د دغو پيسو ډېره برخه د بېوزلو کورنيو له لوري حکومتي ادارو ته ورکول شوې ده.

ښاغلى ترابي وايي په پوليسو،قضايي ادارو، ښاروالۍ، عامه روغتيا او د پوهنې په سيکتور کې د فساد کچه تر پخوا لوړه شوې ده.

د اصالت ټولنې په ارزونه کې راغلي په حکومتي ادارو کې فساد د دې لامل شوى چې مرکزي حکومت کمزورى او طالبان پياوړي شي.

ښاغلى ترابي وايي په افغانستان کې د عادي چارو د خلاصولو لپاره د رشوت منځنۍ کچه شاوخوا ١٥٠ ډالره کېږي .

خو افغان حکومت د اصالت ټولنې ارزونه ، نه ټوله مني او نه يې بيخي ردوي .

د ولسمشر يو وياند سيامک هروي وايي په حکومتي ادارو کې فساد شته خو وايي بايد خلک، حکومت او نړيواله ټولنه يې په ګډه مخه ونيسي .

د اصالت ټولنې چارواکي وايي دغه ارزونه يې د افغانستان په ٣٢ ولايتونو کې د ٦٥٠٠ افغانانو د څرگندونو پر بنسټ چمتو کړې ده.

اصالت ټولنې تر دې وړاندې هم د فساد په اړه يوه ورته ارزونه خپره کړې وه .