روسي جاسوسان له امريکا و ايستل شول

Image caption روسيې ويلي د بندي جاسوسانو تبادله د اړيکو د ښه کېدو په موخه شوې .

امريکا هغه لس روسان له خپله هېواده ويستل چې دغلته مسکو ته د جاسوسۍ په تور نيول شوي ول .

دغه کسان له هغو څلورو روسانو سره تبادله شوي چې په روسيه کې لوېديځ ته د جاسوسۍ په تور بنديان ول .

روسي جاسوسان چې ٥ يې سړي او ٥ نور يې ښځې دي تېره اونۍ د امرېکې په متحدو ايالاتو کې نيول شوي او د نيويارک په يوه محکمه کې يې پرې لګېدلي تورونه هم منلي ول.

د نيوياک قاضي د نيول شويو کسانو له اقراره وروسته امر وکړ چې هغوی دې چټک له امريکا څخه ويستل شي .

دغه کسان د پنجشنبې پر مازديګر د محکمې تر حکم څو ساعته وروسته له امريکا څخه ووتل.

د امريکا د کانگرس غړى مايک ټامپسن چې د جرگې د استخباراتي چارو د کمېټې غړى هم دى ددوى د نيولو په اړه د امريکا د استخباراتو کار وستايه.

نوموړي وويل دغو جاسوسانو د امريکا رازونو ته لاسرسى نه درلود: ((دغه کسان ونيول شول، دوى تورن شول او خپله ملامتيايې ومنله. هغوى کوم رازونه نه دي موندلي.

دوى کوم سري مالومات هم نه دي ترلاسه کړي. د هغوى جرم د اسنادو موندل و او موږ دوى هغه ځاى ته لېږو چې د کوم ځاى دي. ))

يو شمېر راپورنه وايي چې پرېښودل شوي کسان د اتريش پلازمنې ويانا ته رسېدلي خو د اسوشيدت پريس خبري اژانس ويلي هغوی نيغ روسيې ته استول شوي دي .

د روسيې د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې ويل کېږي ولسمشر ديمتري ميدوېدوف څلور هغه روسان چې پخپله هېواد کې لوېديځ ته په جاسوسۍ محکوم شوي ول بښلي دي .

د امرېکا د بهر نيو چارو وزارت وايي دغه څلور تنه د اوږدې مودې په بندونو محکوم شوي ول او د ځينو روغتيايي وضع هم سمه نه ده.

ددغه وزارت موقت وياند مارک ټونر ويلي په امريکا کې نيول شويو روسي جاسوسانو په جعلي هويت فعاليت کاوه .

د امريکا د حکومت په يوه ويناپاڼه کې ويل شوي چې ددغو لسو کسانو ډېر وخت بنديانولو د امريکا ملي امنيت لپاره پاموړ ګټه نه درلوده .

د روسيې د بهر نيو چارووزارت ويلي دغه تبادله د اړيکو د ښه کولو په موخه شوې ده.