احمدولي کرزی: په کندهار کې بايد عمليات وشي

احمد ولي کرزی
Image caption ښاغلی کرزی وايي په کندهار کې عمليات ډېر اړين دي کنه طالبان به نور هم پياوړي شي.

که څه هم ولسمشر کرزي کندهار ته د خپلو وروستيو سفرونو په ترڅ کې د سيمې له اوسېدونکو سره ژمنه کړې وه ، چې دغلته به تر هغه پوځي عمليات نه کېږي چې د دوی خوښه نه وي .

خو د ولايتي شورا مشر او د ښاغلي کرزي ورور احمدولي کرزی وايي په کندهار بايد ارو مرو او ژر تر ژره پوځي عمليات وشي چې طالبان له پښو ورغورځېږي.

احمدولي کرزي په کندهار کې يوې خبري ناستې ته وويل پوځي عمليات د ټيکاو د ټينګښت لپاره خورا مهم دي:

(( عمليات بيخي حتمي دي ، عمليات ضرور دي ، خو داسې عمليات موږ نه غواړو چې قوه ولسوالۍ ته ورشي خلک بېځايه شي . اول د ولسوالۍ اداره بايد کاملا جوړه شي، تر عملياتو مخکې بايد د ولسوالۍ له خلکو سره تفاهم وشي .

مخکې بايد خلک را ويستل شي او په يوه سم ځای کې ځای ورکړل شي او تر عملياتو وروسته بايد هغه منطقه بايد وساتل شي او هلته بايد د بيارغونې او پرمختګ چارې ترسره شي او بايد دوام وکړي.

ددې عملياتو موږ هم مخالف يو چې قواوې ورشي په منطقه جنګ وکړي او بېرته راوځغلي راشي. خو دا چې هرڅوک وايي چې عمليات سم نه دي غلط وايي ، نه پرې پوهېږي. ))

ښاغلي کرزي وويل همدا اوس د کندهار په ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کي د وسلوالو شمېره مخ پر ډېرېدو ده او خبرداری يې ورکړ چې که عمليات و نه شي نو نورو ولسواليو ته به هم وغځېږي .

ښاغلی کرزی په کندهار کې د عملياتو د اړتيا خبره دغه ولايت ته د نړيوالو او امريکايي ځواکونو د نوي قوماندان له سفر سره همهاله کوي.

دا د افغانستان ولايتونو ته پر دغې دندې له ټاکل کېدو وروسته د جنرال ډېويډ پيټريس لومړنی سفر دی . نوموړی کندهار ته ددغه ولايت د امنيتي حالت د ارزولو او له خپلو ځواکونو سره د ليدلو په موخه تللی و.

په کندهار کې له تېرو دريو مياشتو راهيسې د همکارۍ په نامه عمليات روان دي چې د پوځي ځواک په پرتله يې ډېره پام د ښې حکومتوالۍ جوړولو ته دی .