ولسمشر کرزي د ''سيمه ييزې دفاع'' پلان مخالفت وکړ

ښاغلی پيټرېياس
Image caption ښاغلی پيټرېياس باور لري په افغانستان کې ولسي خلکو ته وسلې ورکول او د طالبانو پر ضد درول به يې د عراق په څېر ښې پايلې ولري.

امريکا د طالبانو او وسله والو مخالفينو د ماتې لپاره نوی پلان اغېزمن بولي چې له مخې به يې عادي کيلوالو ته له طالبانو سره د جګړې لپاره وسلې او امکانات ورکول کېږي .

دا د مخالفنيو د ماتې هغه لاره ده چې په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو او ناټو ځواکونو مشر جنرال ډېوېډ پيټرېياس يې په عراق کې ښه تجربه لري .

خو په افغانستان کې ددغه پلان پر وړاندې سر له اوسه ستونزې په راټوکېدو دي.

واشنګټن پوست تېره ورځ پخپله يوه ليکنه کې وليکل ولسمشر کرزی لومړنی سړی دی چې دنړيوالو او امريکايي ځواکونو له مشر ښاغلي پيټرېياس سره په ليدنه کې يې پر دغه پلان اعتراض وکړ .

د سيمه ييزې دفاع په نوم دغه پلان په افغانستان کې د امريکا دجګړې د ستراتيژي مهمه برخه بلل کېږي خو پر وړاندې يې د ښاغلي کرزي درېدل هم لويه ننګونه ده .

ښاغلی کرزی له پلان سره داسې مهال مخالفت کوي چې د پلان عملي کوونکی نوی امريکايي جنرال ښاغلي پيټرېياس هڅه کوي له هغه سره د خپل سلف سټېنلي مکريسټل په څېر نژدې او تاوده اړيکي ولري.

يو شمېر لوړ پوړو امريکايي چارواکو واشينګټن پوست ته ويلي امريکا پتېيلې ددغه پروګرام په لړ کې په ټول افغانستان کې تر شلو زيات د سيمې د دفاع مرکزونه جوړ کړي او هيله لري چې د ښاغلي کرزي اندېښنې به لري کړي.

خو دا موضوع پخپله هم ډېره حساسه ده او د ښاغلي کرزي يوه وياند ويلي د هغه وېره دا ده چې دغه ډول تجربه شونې ده په افغانستان کې ټوپکسالاري او له کنټروله وتلې مليشې رامنځته کړي.

د امريکا ددغه نوښت سرغنه جنرال پيټرېياس ددغه ډول تجربو ښه مخنيه لري.

هغه مهال چې نوموړي د عراق د جګړې مشري کوله امريکايي ځواکونو له لسګونه زره ولسي وګړو سره ملګرتيا جوړه کړه .

د دوی په منځ کې پخواني جنګيالي هم و خو وروسته ددغه پروګرام په لړ کې د القاعده پر ضد وجنګېدل.

امريکايي پوځي چارواکي وايي ښاغلي پيټرېياس هڅه کوي چې د ولسمشر کرزي اندېښنو ته ټکي په ټکي او دقيق ځوابونه ووايي.