پكتياوال: د كرنې وزارت پکتيا ته لږ بودیجه ورکړې

ښایسته خان احدي
Image caption ښايسته خان احدي وويل: '' پنجشير چې پرون ولايت شوى او پكتيا ترې څو برابره لويه ده خو بيا هم پنجشير ته د پكتيا څو برابره زياته بودېجه وركړل شوې ده.''

د پكتيا ولايتي شورىٰ او يو شمېر قومي مشرانو د دې ولايت په مركز ګردېز ښار كې په يوه خبري غونډه كې وويل چې د كرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت له لوري پكتيا ته ځانګړې شوې (۱۶۸۲۴۵) امريكايي ډالره بوديجه كمه او په هېڅ حساب ده.

په دې خبري ناسته كې د پكتيا ولايت د كرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رياست ريس نياز محمد لعلي ځدراڼ وويل چې د مركزي ادارې له خوا ورته په تېرو پېنځو كلونو كې هېڅ پراختيايي بوديجه نه ده وركړل شوې.

نوموړي وويل چې سږ كال وركړل شوې پراختيايي بوديجه د دې ولايت كرنيزو اړتياو او نورو ستونزو ته په كتو په هېڅ بسنه نه كوي.

ځدراڼ زياته كړه چې رياست يې ۱۵ ميليونه افغانۍ عادي بوديجه او شپږ ميليونه عوايد لري.

د كرنې ريس وړاندوينه كوي چې په روان لمريز كال كې به خپل عوايد نهه ميلونه افغانيو ته ورسوي.

په دې خبري ناسته كې د پكتيا ولايتي شورىٰ مرستيال ښايسته جان احدي د كرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت، ولايتونو ته د بودېجې وركولو په برخه كې د مور او ميرې پر چلند تورن كړ.

ده وويل: '' پنجشير چې پرون ولايت شوى او پكتيا ترې څو برابره لويه ده خو بيا هم پنجشير ته د پكتيا څو برابره زياته بودېجه وركړل شوې ده.''

احدي ګوتڅنډنه وكړه چې د پكتيا د كرنې رياست به ياده بوديجه تر هغو و نه لګوي چې وزارت يې د زياتوالي په اړه اقدام نه وي كړى.

Image caption څو ورځې وړاندې هم پكتياوالو پر ولسمشر كرزي له دې امله نيوكې كړې وې چې په كابينه او ډيپلوماټيكو پوسټونو كې يې برخه نه ده وركړې.

نوموړي دا هم وويل چې كه وزارت د بوديجې د زياتوالي په اړه اقدام ونه كړي نو په پكتيا كې به د كرنې، مالدارۍ او اوبولګونې رياست وتړي. او پكتيا ته وركړل شوې بوديجه به بيرته د كرنې وزارت ته وروليږي .

خو د كرنې، مالدارۍ او اوبولګولو ريس لعلي ځدارڼ وويل چې د رياست د تړلو په برخه كې به د هيواد نافذه قوانين په نظر كې ونيسي او بيابه په دې ئرخه كې اقدام وكړي

د قومي مشرانو په استازيتوب مقبل فضلي وويل چې كه اړوندې ادارې د دوئ دا غوښتنې ونه مني او غږ يې وانه وري نو په لاريونونو به لاس پورې كړي.

دۀ په خپلو خبرو كې حكومت ته د دې كار د ترسره كولو لپاره شل ورځې وخت وركړ.

دا په داسې حال كې ده چې څو ورځې وړاندې هم پكتياوالو پر ولسمشر كرزي له دې امله نيوكې كړې وې چې په كابينه او ډيپلوماټيكو پوسټونو كې يې برخه نه ده وركړې.