'کرزي د م.م له تور لېسته د ۱۵ نومونو لیرې کول غوښتي'

طالبان
Image caption تر دې وړاندې د طالبانو د ډلې د پنځو تنو نومونه له دغه تور لسته وتلي وو چې په هغې ډله کې د طالبانو د بهرنيو چارو پخوانى وزير وکيل احمد متوکل ، د سوداگرۍ د وزارت مرستيال فيض محمد فيض، د بهرنيو چارو د وزارت پخوانى چارواکى شمس الصفا، د پلان مرستيال وزير محمد موسى هوتک، او د سرحدونو د چارو مرسيتال وزير عبدالحکيم شامل وو .

افغان حکومت د لوېديځو رسنيو هغه رپوټ رد کړ چې گواکې ولسمشر کرزي له ملگرو ملتونو غوښتي چې د دغه سازمان د امنيت شورا له تور لسته دې د 50 طالبانو نومونه ليرې کړي.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ يو وياند وايي چې ښاغلي کرزي يوازې له دغه لسته د 15 کسانو د نومونو د ليرې کولو غوښتنه کړې چې د طالبانو له غورځنگ سره د تړاو په تور يې نومونه تر توره لسته رسېدلي دي.

دغه وياند ويلي دا هغه غوښتنه ده چې کلونه وړاندې د افغان حکومت له لوري ملگرو ملتونو ته وړاندې شوې وه.

تر اوسه پورې افغان حکومت د دغو پنځلسو کسانو نومونه نه دي په داگه کړي.

افغان حکومت وايي چې دوى کلونه وړاندې د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وړانديز کړى و چې د دغې شورا له تور لسته دې هغه نومونه لرې کړل شي چې له ترهگرو ډلو سره تړاوونه نه لري او نه هم په ترهگريزو بريدونو کې ښکېل دي.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ يو وياند سيامک هروي وايي چې په لومړي سر کې افغان دولت ملگرو ملتونو ته د شلو کسانو نوملړ وړاندې کړى و چې له هغې ډلې يوازې د پنځو کسانو نومونه څو مياشتې وړاندې له دغه نوملړه وايستل شوه.

خو ښاغلى هروي وايي د دويم ځل لپاره يو ځلې بيا ولسمشر کرزي له ملگرو ملتونو غوښتنه کړې چې د نوملړ پاتې 15 کسان دې هم له دغه لسته وايستل شي :

((البته په لوېديځو رسنيو کې چې کوم رپوټونه خپاره شوي کره نه دي، افغان حکومت په تيرو کلونو کې د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته يو شل کسيز لست سپارلى و چې له هغې دلې نه يې د پنځو تنو نومونه د تور لسته ووتل او د پاتې پنځلسړ کسانو په اړه يو ځلې بيا افغان حکومت له ملگرو ملتونو غوښتي چې د هغوى نومونه هم له دغه لسته وباسي ، البته کومه څيړنه چې پخوا شوې افغان حکومت ته مالومه شوې وه چې دغه شل تنه هغه کسان دي چې د ترهگرو ډلو سره يې هيڅ دول تړاو نه لاره او نه په ترهگريزو بريدونو تورن دي. ))

Image caption لوېديځو رسنيو بيا ويلي چې ښاغلي کرزي د ملگرو ملتونو په تور لست کې د 50 تنو د نومونو د ويستلو غوښتنه کړې، خو افغان حکومت دا خبر بابیزه وبالهء.

ښاغلي هروي د دغو 15 تنو نومونه ياد نه کړل او زياته يې کړه چې د ملگرو ملتونو تر څيړنو وروسته به دغه نومونه په داگه کړې.

تر دې وړاندې ښاغلي کرزي ويلي وه چې د خبرو اترو په چرگۍ د طالبانو سره د ناستې پاستې لومړنى شرط دا دى چې د دغې دلې د غړو نومونه د تور لسته وويستل شي.

د سولې د مشورتي جرگې د پريکړه ليک يوه ماده هم دا وه چې د ملگرو ملتونو له تور لسته دې د ېالبانو نومونه وويستل شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د ډلې د پنځو تنو نومونه له دغه تور لسته وتلي وو چې په هغې ډله کې د طالبانو د بهرنيو چارو پخوانى وزير وکيل احمد متوکل ، د سوداگرۍ د وزارت مرستيال فيض محمد فيض، د بهرنيو چارو د وزارت پخوانى چارواکى شمس الصفا، د پلان مرستيال وزير محمد موسى هوتک، او د سرحدونو د چارو مرسيتال وزير عبدالحکيم شامل وو .

خو لوېديځو رسنيو بيا ويلي چې ښاغلي کرزي د ملگرو ملتونو په تور لست کې د 50 تنو د نومونو د ويستلو غوښتنه کړې، تر اوسه پورې د 137 افغانانو نومونه د ملگرو ملتونو په تور لست کې شامل دي.

د دغو کسانو نومونه ځکه په تور لست کې راغلي چې ويل کيږي هغه مهال يې امريکې حکومت ته د اسامه بن لادن په سپارلو کې ناغيړي کړې وه او بيا وروسته په 1999 کال کې د ملگرو ملتونو په تور لست کې شامل شوه.

په دغو کسانو بنديزونه دا دي چې بهرنيو هيوادونو ته سفرونه نه شي کولاى او دا رنگه د هغوى شتمنۍ هم کنگل شوي دي.

ورته مطالب