'ناټو او افغانستان پاکستان ته د اورپکو د اوښتو سمه مخه نه نیسي'

رحمن ملک
Image caption رحمن ملک له افغان دولت او ناټو ځواکونو په کلکه وغوښتل چې پاکستان ته د افغاني طالبانو د اوښتو مخه ونیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رحمن ملک ويلي ناټو پاکستان ته د افغاني طالبانو د اوښتو د مخنيوي په چاره کې ناغيړي کوي.

ښاغلی ملک له بي بي سي سره په يوې مرکې کې ويلي چې پاکستان کې افغاني طالبان ترهګريز بریدونه کوي.

رحمن ملک له بي بي سي سره په مرکه کې دا خبره رد کړې، چې ګني سخت دريځي د پاکستان له پولې افغانستان ته اوړي او هلته د افغان او نړیوالو ځواکونو پرضد بریدونه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير ناټو ځواکونه تورن کړل، چې پاکستان ته د افغاني طالبانو د اوښتو مخه نه نیسي.

د ښاغلي ملک په وینا، کله چې له افغانستان نه پاکستان ته طالبان واړوي، پاکستان کې بریدونه کوي، چې د ښاغلي ملک په وینا، تر ټولو تازه بېلګه یې په مومندو ايجنسۍ کې خونړی ځانمرګی برید و، چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.

د ښاغلي ملک په خبره پاکستان داسې مالومات لري، چې په موندو کې ځانمرګي بريد کوونکي د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوښتي ول.

رحمن ملک په ټينګار د افغانستان له دولت او ناټو ځواکونو غواړي چې پاکستان ته د ترهګرو او افغاني طالبانو د اوښتو مخه په کلکه ونيسي.

خو افغان او ناټو ځواکونه وايي چې افغانستان کې برید کوونکي پاکستان کې پټنځايونه لري، چې له هغه ځایه افغانستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.

په تېرو څو کلونو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې خونړي بریدونه وشول، چې سلګونه کسان پکې ووژل شو.