افغان حکومت ۲۸ بندیان خوشي کړل

ځولنه
Image caption دا دويم ځل دی چې د حکومت وسله وال مخالفين د هغه ځانګړي کمېسيون له لوري خوشي کېږي، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پرېکړې پر بنسټ په کابل کې جوړ شوی دی.

له هغه را وروسته چې د سولې د ملي مشورتي جرګې په غوښتنه افغان ولسمشر په هېواد کې د زنداني شويو تورنو کسانو له سره د دوسيو د څېړلو حکم وکړ دا دويم ځل دی چې په افغانستان کې له زندانونو نه تورن کسان خوشي کېږي.

راپورونه وايي د خوشي شويو ډېری يې د حکومت وسله وال مخالفين دي.

نژدې شپږ اوونۍ وړاندې د سولې ملي مشورتي جرګې له حکومت نه وغوښتل چې د هغو کسانو د خوشې کېدو په برخه کې دې ګام پورته کړي چې د ناسمو راپورونو له کبله نيول شوي او د افغانستان په زندانونو کې دي.

دا دويم ځل دی چې د حکومت وسله وال مخالفين د هغه ځانګړي کمېسيون له لوري خوشي کېږي، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پرېکړې پر بنسټ په کابل کې جوړ شوی دی.

دغه کسان چې ويل کيږي ډېری يې وسله وال مخالفين دي د هغه ځانګړي کمېسيون له لوري چې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پرېکړې پر بنسټ په کابل کې جوړ شوی ، خوشې شوي دي.

بې برخلیکه زندانیان

د ولسمشرۍ له ماڼۍ نه خپره شوې اعلاميه کاږي نوموړي کمېسيون ۲۸ هغه زندانيان چې برخليک يې نه وو مالوم او په توقيف ځايونو کې پرته د دوسيو له څېړلو پراته وو، خوشي کړي دي.

د دوی لومړۍ ۱۴ کسيزه جوفه کابو يوه مياشت وړاندې له بګرام زندان نه ازاد شول.

اعلاميه د عدليې د وزير حبيب الله غالب له خولې وايي چې د ۴۵ نورو کسانو دوسيې يې بشپړې کړي او ډېر ژر به خوشې شي.

د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو په زندانونو کې د طالب بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه د جون په لومړيو کې د افغانستان له بېلا بېلو سيمو نه کابل ته ورغلو کابو ۱۶۰۰ استازو د سولې په ملي مشورتي جرګه کې له افغان ولسمشر حامد کرزي نه وکړه.

د افغانستان د عدلې مرستيال وزير محمد قاسم هاشمزی وايي په خوشي شوو کې د حکومت وسله وال مخالفين هم شامل دي:

''د خوشي شویو کسانو نومونه نه دي په ډاګه شوي، هغوی که طالبان وي يا نور کسان، هغه کسان چې په زندانونو کې ول، په دغو کسانو کې د دولت مخالفین هم شامل دي او اوس کمیسیون په زندانونو کې د هغو کسانو د دوسیو په څېړلو بوخت دی، چې جرمي سابقه نه لري، که سپين وخېژي، خوشي کېږي به. ''

دا چې که دغه کسان د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري د کوم جرم په تور نيول شوي، نو بيا ولې خوشي کېږي؟

ښاغلی هاشمزی وايي له سره د دوسيو د څېړلو ټاکل شوی کمېسيون موظف دی چې دوسيې وڅېړي او هغه چې ډېر قوي شواهد ونه لري کمېسيون يې د خوشې کېدو صلاحيت لري.

د رپوټونو له مخې د روان ميلادي کال له پېله تر دې دمه ۱۱۴ زندانيان د بګرام له زندان نه خوشې شوي دي.

افغان چارواکي وايي دوی ته د ورکړل شويو مالوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د بهرنيانو په پوځي توقيف ځايونو کې

شاوخوا زر تنه بنديان دي چې ۸۰۰ يې يوازې د افغانستان په شمال بګرام کې دي.

دوی وايي د بېلا بېلو جرمونو لرونکي کابو ۱۵۰۰۰ کسان دا مهال د افغانستان په زندانونو کې بنديان دي چې د حکومت وسله وال مخالفين هم په کې شته.

ورته مطالب