په هند کې تر افریقايي هېوادونو بې وزلي ډېره ده

د بې وزلۍ په اړه یوه نوې نړیواله څېړنه ښيي چې د هند په اتو ولایتونو کې د بې وزلۍ کچه د افریقا د شپږویشتو بې وزلو هېوادونو په پرتله لوړه ده.

ددغې څېړنې له مخې د هند په یو شمېر ولایتونو لکه بېهار، اتراپردېش او راجستان کې ۴۲۱ میلیونه بې وزلي خلک ژوند کوي، خو په افریقا کې ۴۱۰ میلیونه بې وزلي خلک اوسېږي.

نوې څېړنه دا مني چې که څه هم د هند اقتصاد د بل هر وخت په پرتله د غوړېدا په حال کې دی خو لا هم په دغه هېواد کې په پراخه کچه بې وزلي لیدل کیږي.

د هند د بې وزلو خلکو ډېره برخه په هغو ایالتونو کې اوسیږي چې ددغه هېواد له شماله تر مرکزي برخو پورې غځېدلي دي.

دغه څېړنه د آکسفورد پوهنتون او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له خوا شوې چې نه یوازې په کې د خلکو عایدات په پام کې نیول شوي بلکې د هغوی د ژوند معیارونو، زده کړو او روغتیايي آسانتیاو ته لارسی ته هم پام شوی دی.

دغه نوې څېړنه چې د څو اړخیزې څېړنې په نوم یاده شوې ښيي چې د نړۍ نیمايي بې وزله خلک یعنې ۱،۷ میلیاره کسان د آسیا په جنوب کې اوسیږي، په داسې حال کې چې په افریقا کې د نړۍ یوازې یو په څلورمه برخه بې وزله خلک اوسیږي.

چارواکي وايي د بې وزلۍ په اړه د نړیوالې څېړنې جزییات به اوس هغو حکومتونو او مرستندویه ډلو ته لار هواره کړي چې په نړۍ کې له ډېرو بې وزلو ټولنو او سیمو سره لا ښې مرستې وکولای شي.