د ایساف څلور سرتېري وژل شوي

ایساف سرتېري په افغانستان کې
Image caption د تېر جون میاشت افغانستان کې بهرنیو ځواکونو تر ټولو خونړۍ بلل شوې وه.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ويلي د افغانستان په سوېلي کې يې څلور سرتېري د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

بي بي سي ته په کابل کې د ایساف لخوا په رالېږل شوې ويناپاڼه کې ويل شوي، دا سرتېري نن (چهارشنبه، د جولای۱۴مه) وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو هویت نه دی ښودل شوی، خو په سوېل کې زياتره امريکايي، برتانوي او کاناډايي سرتېري مېشت دي.

تېره ورځ هم د نارامه سوېلي ولایت هلمند په باباجي ولسوالۍ کې د يوه افغان سرتېري په ډزو درې برتانوي پوځيان ووژل شول، او شپږ نور ټپيان شول.

په دې وروستیو کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

د تېر جون میاشت افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو ډېره خونړۍ وه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزير ویلي افغانستان کې به حالات لانور پسې کړکېچن شي.

ګيدو ويسترويلي د سه شنبې پر ورځ په جرمني کې د خپل پوځ د لیدو پرمهال وويل، چې افغانستاتن کې به چارې په اسانۍ سره پرمخ ولاړې نشي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزير وويل افغانستان کې به ناامني زياته او په هغو سیمو کې به جنګ جګړه لا پسې زیاته شي، چې جرمني ځواکونه پکې مېشت دي.

ګيدو ويسترويلي د بهرنیو پوځيانو د مرګ ژوبلې ډېرېدا په اشارې وویل، افغانستان کې د پرمختګ هیله شته، خو دا چې د لوېديځ په څېر ولسواکي او امنیت راولو، دا تمه باید ونه کړو.

ورته مطالب